د لاس رسي وړ اتصالات

چین وایي د مسعود اظهر په اړه د هند سره خبرې کوي


د جیش محمد د مشر مسعود اظهر نوم د کشمیر په سیمې پلوامه کې د یوې ځانمرگې برید د مسولیت د منلو نه وروسته د بحثونو مرکز دی

د چین د بهرنو چارو د وزرات ویاند وایي چې هغوي د جیش محمد د مشر مسعود اظهر د نوم د ملگرو ملتونو د ترهگرو په لسټ کې د شاملیدو په اړه د هند سره په تماس کې دي.

خو د چین ویاند پدی اړه څه ندي ویلي جې هغوي په دغه لړ کې د هند د دریځ ملاتړ کوي او کنه.

د یادونې وړ ده چې چین تیر کال په ملگرو ملتونو کې د مسعود اظهر نوم د ترهگرو په لسټ کې د شاملیدو ضد رای ورکړې وه.

د فرورۍ په ٢١ د چین د بهرنو چارو د وزیر د ویاند نه یو خبریال وپوښتل چې د کشمیر د برید مسولیت جیش محمد منلی دی، نو اوس هغوي د دغه ترهگرې ډلې د مشر په اړه په ملگرو ملتونو کې د هند د دریځ ملاتړ کوي او کنه؟ هغه په ځواب کې وویل چې چین به پدی اړه په ملگرو ملتونو کې په بحث کې برخه واخلي او د هند سره یې هم خبرې روانې دي.

جیش محمد په هندي کشمیر کې د تیرې اونۍ د برید مسولیت منلی و. په دغه برید کې د هند ۴٩ امنیتي عسکرو وژل شوي و.

XS
SM
MD
LG