په افغانستان کې د جاپان سفارت د یکشنبې په ورځ مۍ ۱۸ (ثور۲۸) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دغه هېواد افغان زده کوونکو ته په ۲۰۲۶ کال کې تحصیلي بورسونه ورکوي.
په اعلامیې کې راغلي دي: «د جاپان د تعلیم، فرهنګ، ورزش او علومو او تکنالوژۍ وزارت هغو افغان محصلینو ته، چې د جاپان په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو لیوال دي، تحصیلي بورسونه ورکوي.»
د جاپان سفارت ویلي دي، چې د دغو تحصیلي بورسونو لپاره د اسنادو د سپارلو پروسه به د اغا خان بنسټ په همکارۍ سره پيل کېږي.
د جاپان سفارت تېرکال هم ته د ماسترۍ او دوکتورا یو شمېر تحصیلي بورسونه افغانانو ته ورکړي وو.
فورم \ دبحث خونه