د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان صدراعظم باندې د ټاکنیز کمپاین پر مهال چاودنه شوې


د جاپان د صدراعظم فومیو کیشیدا
د جاپان د صدراعظم فومیو کیشیدا

د راپورنو له مخې د جاپان د صدراعظم فومیو کیشیدا د وینا ځای ته نژدې چاودنه شوې او نوموړي ته پکې زیان نه دی رسېدلی. پولیسو تر چاودنې وروسته د یادې پيښې په تړاو د یو شکمن کس د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جاپان دولتي تلوېزیون (NHK) راپور ورکړی چې دغه چاودنه نن شنبه سهار اپریل ۱۵ (وري ۲۶) د جاپان په لوېدیځ ښار "واکایاما" کې د کیشیدا د ټاکنیزي وینا پر مهال شوې ده.

د جاپان د دولتي تلویزیون د راپور له مخې، بریدګر هغه مهال د جاپان د صدراعظم په لور «دود رامنځته کوونکی» بم و غورځوئ چې هغه غوښتل د خپلو پلویانو په منځ کې وینا وکړي. ویل کیږي چې په دغه پېښه کې نوموړي ته زیان نه دی رسېدلی او تر دغه پيښې وروسته خوندي ځای ته انتقال شوی دی.

د دغه چاودنې په ویډیو کې چې د رویټرز خبري آژانس لخوا خپره شوې، لیدل کیږي چې د چاپان د صدر اعظم لور ته د غورځول شوي بم تر چاودنې وروسته سپین دود فضا ته پورته کیږي. په دغه ویډیو کې یو کس چې ویل کیږي بریدګر دی د پولیسو لخوا نیول کیږي.

د جاپان رسنیو د دغه هیواد د چارواکو له قوله ویلي چې نیول شوی شکمن کس ۲۴ کلن دی او څېړنې ورڅخه پیل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د دغه هیواد پخواني صدراعظم شینزو ابې هم په «نارا» ښار کې د انتخاباتي کمپاین د وینا پرمهال د یو وسله وال کس په برید کې تر ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

شینزو ابي ۶۷ کلن و او په ۲۰۲۰ کال کې یې د روغتیايي ستونزو له امله د جاپان د صدراعظم په توګه له خپلې دندې استعفا کړې وه.

XS
SM
MD
LG