د جاپان غمځپلي ولس د خپل وژل شوي صدراعظم شینزو ابې سره د تل لپاره خدای په اماني وکړه.
یو وسله وال سړي د جمعې په ورځ په یوې انتخاباتي غونډې کې په صدراعظم شینزو ابې ډزې وکړې او هغه روغتون ته تر انتقال مخکې مړ شو.
د نوموړي جسد د توکیو د «زوجوجي معبد» کې اېښودل شوی او هره ورځ به ګڼ جاپانیان د ګلونو د ګیډیو سره یې دیدن ته ورتلل. ډېرو یې په ژړا ژړا د ښاغلي ابي بې روحه جسد ته دوعاوې کولې.
د «زوجوجي معبد» د ۶۷ کلن ابي د خصوصي مجالسو ځای و چې یوازې د هغه کورنۍ او نژدې ملګري به ورتلل. د هغه تابوت بیا له دغه معبد څخه د «کېرېګایا د تدفین صالون» ته د سوځولو لپاره انتقال شو. دغلته هم زرګونه خلک راټول شوي وو چې خپل وژل شوي صدراعظم ته په وروستي ځل خدای په اماني ووايي.
د جاپان چارواکي وايي بریدګر تتسوما یاماګامي په ښاغلي ابي باندې له برید سملاسې وروسته ونیول شو.
د جاپان رسنۍ وايي تتسوما یاماګامي په دغه هېواد کې، د ځان څخه د دفاع ځواکونو، پخوانی غړی و. وايي هغه پلان لره چې صدراعظم ابي ووژني. نوموړي فکر کاوه چې ښاغلی ابي د هغې نا معلومې مذهبي ډلې غړی و یاماګامي یې د خپلې مور د شتمنۍ په لټولو او ختمولو تورنوي.
د «وحدت کلیسا»، چې په ۱۹۵۰ کال کې په جنوبي افریقا کې جوړه شوه، تېره ورځ ومنله چې د یاماګامي مور د دغې کلیسا غړې وه، خو نه یې دي ویلي چې د یاماګامي مور دغې کلیسا سره کومه مالي مرستته هم کړې که نه.
د دغه راپور معلومات د فرانسې، اسوشیتډپرس او رویټرز اژانسونو څخه اخیستل شوي.