د لاس رسي وړ اتصالات

په بورکینافاسو کې جهادي ډلو ۱۰۰ عام خلک وژلي


په بورکینافاسو کې امنیتي سرچینې وایي وسله والو کسانو د جمعې په شپه ناوخته د سولهان په کلي کې په خلکو برید کړی، تر ١٠٠ ډیر عام خلک یې وژلي دي.

په سیمې کې یوې سرچینې د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې وسله والو لومړی د شپې په دوو بجو د هیواد د دفاع د رضاکارانو چې د جهادي ډلو په خلاف د ملکیانو دفاعي ځواک دی او د ملي پوځ ملاتړ کوي، په مرکزونو برید وکړ، وروسته په کورونو ننوتل او هر څوک چې پر مخ ورتلل، وژل یې.

په وژل شویو کې د بیلا بیلو عمرونو سړي او میرمنې شاملې دي.

د ۲۰۱۵ کال راپدیخوا چې په بورکینا فاسو کې د جهادي ډلو فعالیت پیل شوی، دومره ډیر عام خلک په یوه ورځ نه وو وژل شوي.

د هیواد د دفاع د رضاکارانو ډله په ۲۰۱۹ کال کې د بورکینافاسو د پوځ چې د تجهیزاتو له پلوه کمزوری دی، د ملاتړ لپاره جوړه شوه او تر اوسه یې شاوخوا ٢٠٠ غړي په جګړې کې وژل شوي.

دغو رضاکارانو ته د دوه اوونیو لپاره پوځي روزنه ورکول کیږي او بیا د امنیتي ادارو سره د کشف، معلوماتو راټولولو او بدرګې کولو کې مرسته کوي.

وسله والو همدارنګه په سیمه کې د خلکو کورونو او بازارونو ته هم اور اچولی او ځینې سرچېنې وایي ښایي د وژل شویو کسانو شمیر تر ١٠٠ هم پورته وي.

په بورکینا فاسو کې چارواکو د دې پیښې په خاطر درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی.

دغه کلی چې برید پکې شوی، د مالي سره په سرحد کې پروت دی چې وسله والو پدې تیرو څو کالونو کې څو ځله پکې بریدونه کړیدي.

په بورکینا فاسو کې حکومت د ۲۰۱۵ کال راپدیخوا د "جماعه نصر الاسلام والمسلمین " او په "لویې صحرا کې د اسلامي دولت یا داعش" د ډلې سره په جګړو اخته دی.

دا جګړې لومړی د مالي سرحد سره نږدې د بورکینا فاسو په شمال کې پیل شولې خو اوس د دې هیواد نورو برخو ته هم غځیدلي او په ځانګړي ډول په ختیځ کې ډیرې شوي.

د جګړو له وجې شاوخوا ۱۳٠٠کسان وژل شوي او د یو میلیون نه ډیر مجبور شوي چې خپلې مېنې پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

XS
SM
MD
LG