د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه کې جهادي ډلو شپږ سرتیري وژلي


د سوریې د بشري حقونو څار ادارې یکشنبه اګست شپږمه (زمري ۱۵) ویلي چې جهادې ډلو د دې هیواد په شمال لویدیځ کې د حکومتي ځواکونو په یوې پوستې برید کړی، شپږ سرتیري یې وژلي او دوه نور یې ټپي کړیدي.

دا اداره چې مرکز یې په لندن کې دی او په سوریې کې د جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره ډیرې شبکې لري وایي چې درې بریدونه د حیات تحریر الشمس په نامه ډلې د څو نورو ډلو سره یو ځای کړي او د " دوو افسرانو په ګډون د رژیم ۶ ځواکونه پکې وژل شوي".

ویل کیږي چې بریدونه د لاذقیې په ولایت کې د حکومتي ځواکونو په مرکزونو شویدي.

د حیات تحریر الشمس په نامه ډله چې مشري یې د سوریې لپاره د القاعده شبکې یو پخوانی غړی کوي د لاذقیې ولایت تر څنګ، په حاما او ادلیب په ولایتونو کې ځیني برخې کنټرولوي.

د سوریې حکومت تر اوسه د دې جهادي ډلو د بریدونو په هکله څه ندي ویلي.

په سوریه کې کورنۍ جګړه په ۲۰۱۱ کال کې وروسته تر هغه پیل شوه چې د جمهور رئیس بشارالاسد پر ضد ولسي پاڅون وشو خو وروسته دا کورنۍ جګړه د بهرنیو هیوادونو د نظامي مداخلې او نړیوالو جهادي ډلو د پیدا کیدو سبب شوه.

په لومړي سر کې د ښاغلي اسد حکومت د هیواد ډیرې برخې د لاسه ورکړلې خو د ایران او روسیې په نظامي مداخلې یې وکړی شو چې یو شمیر سیمې بیرته دحکومت تر کنټرول لاندې راولي.

پدې ۱۲ کلنې جګړې کې تر دې دمه څه باندې ۵۰۰ زره کسان وژل شوي او میلونونه نور دیته اړ شوي چې خپلې مېنې پریږدي نورو سمیو او یا بهرنیو هیوادونو ته کډه شي.

د ایران او روسیې تر څنګ متحده ایالات هم په سوریه کې د ائتلافي ځواکونو په چوکاټ کې سرتیري لري چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړې کې د کردي ځواکونو ملاتړ کوي.

سره لدې چې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په ملاتړ په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ډله په ۲۰۱۹ کال کې له منځه ولاړه خو لا هم د دې ډلې پورې اړوند وسله وال په غرونو او دښتو کې پټ دي او وخت ناوخته د دواړو هیوادونو په امنیتي ځواکونو او عامو خلکو بریدونه کوي.

متحده ایالات په سوریه کې شاوخوا ۱۰۰۰سرتیري لري چې د داعش جهادیانو سره د مبارزې لپاره د نړیوالو هڅو د یوې برخې په توګه ځای پر ځای شوي دي. داعش ډله په ۲۰۱۹ کې په سوریه کې ماته شوه، خو بیا هم په لیرو پرتو صحرایي سیمو کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه پرله پسې بریدونه ترسره کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG