د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا به د افغانستان تر څنګ وي- ډنفورډ


نفورډ له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې د امریکا او ایتلافي ځواکونو قومندان و
نفورډ له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې د امریکا او ایتلافي ځواکونو قومندان و

د امریکا د پوځ لوی درستیز جوزیف ډنفورډ افغان حکومت ته ډاډ ورکړ چې هېواد به یې د افغانانو تر څنګ ولاړ وي.

ښاغلي ډنفورډ د سه شنبې په ورځ(مارچ۲۰) په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رئیس عبدالله عبدالله سره ولیدل.

د ارګ د اعلامیې له مخې جنرال ډنفورډ له ولسمشر غني سره په خبرو کې وویل چې امریکا د سولې په برخه کې د افغانستان د هلو ځلو ننګه کوي.

هغه وویل چې هېواد به یې " د نړیوال ستراتیژیک ملګري په توګه د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ وي او د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي."

ښاغلي ډنفورډ د دوشنبې په ورځ د جنګ د ارزولو لپاره افغانستان ته ولاړ. نوموړي وویل چې کابل ته ځکه روان دی چې د جنګ د را روان موسم لپاره د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په هدفونو ځان خبر کړي او پوه شي چې هغوی په جنګ کې د پرمختګ اغیزناکې لارې سنجولی شي.

هغه وویل چي افغانستان ته یې د سفر اصلي هدف د امریکا د نظامي ماموریت اغیزناک سنجول او ارزول دي. د نوموړي د سفر موندنې به د ولسمشر ټرمپ د راتلونکي پلان، چې سږکال به اعلان شي، مهمې برخې جوړوي. هغه وایي"اصلي هدف دا دی چې موږ خپله ارزونه ولرو او پوه شو چې په را روانو څو میاشتو کې د څه شي تمه لرو".

جنرال جوزیف ډنفورډ له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې د امریکا او ایتلافي ځواکونو قومندان و.

هغه وویل اوس ټول پام په دې دی چې ډاډه شوي په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومندان جان نیکلسن خپل د اړتیا وړ امکانات لري او په دې هم پوه شو چې د افغانانو د جنګ پلان څه دی.

تر ښاغلي ډنفورډ مخکې د امریکا د دفاع وزیر هم افغانستان ته تللی و او د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ د تګلارې پر اغیز له افغان چارواکو سره غږېدلی و.

څه باندې یوه میاشت مخکې د امریکايي ځواکونو یوه ۱۰۰۰ کسیزه ډله افغانستان ته واستول شوه. دا مهال په افغانستان کې د امریکا شاوخوا ۱۴۰۰۰ ځواکونه دیره دي چې افغان ځواکونو ته روزنه او سلا مشورې ورکوي او تجهیزوي يي.

XS
SM
MD
LG