د لاس رسي وړ اتصالات

۲۰۲۳م کال په تېره لسیزه کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال وو– رپوټ


د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې لخوا په یوه تازه خپور رپوټ کې ویل شوي، چې له ۹۹ خبریالانو څخه ۷۲ تنه یې د اسرائیل او حماس تر منځ په جګړه کې وژل شوي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې لخوا په یوه تازه خپور رپوټ کې ویل شوي، چې له ۹۹ خبریالانو څخه ۷۲ تنه یې د اسرائیل او حماس تر منځ په جګړه کې وژل شوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د پنجشنبې په ورځ، د فبرورۍ ۱۵( سلواغې ۲۶مه) وویل چې ۲۰۲۳م کال په تیره یوه لسیزه کې د رسنیو لپاره ترټولو خونړی کال وو.

ددغه کميټې لخوا په یو تازه خپور شوي رپوټ کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۳م کال کې له ۹۹ خبریالانو څخه ۷۷ تنه یې د اسرائیل او حماس تر منځ په جګړه کې وژل شوي دي. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې همدارنګه ویلي، که چیري په غزه، اسرائیل او لبنان کې د خبریالانو مرګ ژوبله نه وای، نو په نړیواله کچه به د تېرو کلونو په پرتله د خبریالانو د مرګ ژوبلې کچه ټېټه وای.

د دغې کمیټې د معلوماتو پر بنسټ چې له ۱۹۹۲ کال راهیسې په نړۍ کې د خبریالانو د مرګ ژوبلې په اړه څېړنه کوي، دا شمېره له ۲۰۱۵ کال راهیسې د خبریالانو د مړینې تر ټولو لوړه شمېره ده او د ۲۰۲۲ کال د ارقامو په پرتله ۴۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغه رپوټ له مخې تر ټولو زیات مرګ ژوبله فلسطینی خبریالانو ته اوښتی دی. د خبریالانو د ملاتړ د کمېټې د راپور له مخې، په وژل شویو ۷۲ خبریالانو کې دوه یې اسرائیلي او درې یې لبنانیان دي.

د ژورنالیستانو د ملاتړ د کمیټې رییس جوډي ګینسبرګ وویل چې په غزه کې خبریالان د مرګ ژوبلې له ګواښ سره مخ دي.

ګینسبرګ زیاته کړه: "هغه لوی زیان چې فلسطیني خبریالانو په دې جګړه کې زغملی دی، نه یوازې د فلسطین په خاوره کې، بلکې په سیمه او له هغې بهر د ژورنالیزم لپاره به اوږدمهاله منفي‌ اغیزې ولري. د هر خبریال وژل کېدل، د نړۍ په اړه زموږ د پوهاوي لپاره یو بل ګوزار دی."

په ورته وخت کې په نیویارک کې د خبریالانو د محافظت کمیټې ویلي، چې د غزې په جګړه کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۸۵ تنو ته لوړ شوی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې تر دې مخکې د اسرائیلي ځواکونو له خوا د خبریالانو د ځورونې غندنه کړې وه او ویلي یې وو چې په دې اړه څیړنه کوي چې آیا په غزه کې لسګونه خبریالان په قصدي ډول د اسرائیلي پوځیانو له خوا په نښه شوي او که چیري دا ثابته شي [خبریالان په قصدي ډول‌په نښه شوي وي] نو دا به یو"جنګي جنایت" وګڼل شي.

شریف منصور، د خبریالانو د خوندیتوب په کمیټه کې د منځني ختیځ او جنوبي افریقا د پروګرام همغږي کوونکي، په ډسمبر میاشت کې ویلي وو: "د اسرائیل او حماس جګړه د خبریالانو لپاره په یو تر ټولو خطرناک حالت بدل شوی دی."

هغه زیاته کړه: "د اسرائیل پوځ په لسو اونیو کې دومره خبریالان وژلي، چې بل هیڅ یو پوځ په یو کال کې نه دي وژلي. د هر خبریال په وژل کېدو سره د جګړې مستند کول او پرې پوهېدل لا پسې ستونزمن کېږي."

د اسرائیل پوځ تر دې مخکې په یوې اعلامیې کې ویلي وو، چې هیڅکله یې په قصدي ډول خبریالان نه دي په نښه کړي او نه به یې هم په نښه کړي، خو د اسرائیل پوځي چارواکو تر دې مخکې رویټرز او فرانس پرس خبري اژانسونو ته ویلي، چې دوی په غزه کې د خبریالانو د خوندیتوب ضمانت نشي کولی.

د دغه راپور له مخې، د خبریالانو په مرګ ژوبله کې تر ټولو زیات کمښت په اوکراین او مکسیکو کې ثبت شوی چې له ۱۳ څخه دوو ته راټیټ شوي دي.

خو دې سره سره، د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې خبرداری ورکړی چې مکسیکو، فلیپین او سومالیا " په نړۍ کې د رسنیو لپاره له خطرناکو هیوادونو څخه دي."

دغې کمیټې خبرداری ورکړی دی: "د وضعیت په خرابیدو سره، حکومتي ادارې د خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعانو څخه جاسوسي کوي. ددې کار او د تاوتریخوالي له امله یو زیات شمیر خبریالان د خپلو کورونو او مسلک پریښودو ته اړ شوي دي."

تر دې وړاندې، عراق د خبريالانو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړ ریکارډ درلود. په ۲۰۰۶ کال کې په دغه هېواد کې ۵۶ خبريالان وژل شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG