د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل هوايي ډګر کورنیو‌ او بهرنیو پروزاونو لپاره پرانیستل شو 


د کابل هوايی ډګر
د کابل هوايی ډګر

د افغانستان د هوايي‌ چلند ملکي اداره وايي چې د کابل هوايي ډګر د کورنیو‌ او بهرنیو پروازونو لپاره پرانیستل شو.

د دغې ادارې د نورم او ستندرد مشر غلام جیلاني وفا د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۲۰ (وږي۲۹) امریکا غږ ته وویل چې په هوايي ډګر کې د نړیوالو پروازونو لپاره ټول چمتوالی نیول شوی دی.

نوموړي وویل: «د کابل هوايي ډګر د داخلي او بین المللي پروازونو لپاره اماده دی... اسلام اباد، تهران، اوکران، دوحې او قطر څخه ځينې نړیوال پروزاونه، چې بشري مرستې رسوي،‌ پیل شوي دي.»

ښاغلي وفا وویل چې د ایران «ماهان» د پاکستان «پي آی اې» او د افغانستان «کام اییر» هوايي شرکتونو د کابل له هوايي ډګر څخه د مسافرینو انتقال پیل کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته یې هم رسمي مکتوبونه استولي دي ‌چې خپل پروازونه پیل کړي.

ده زیاته کړه چې قطر د «هوايي ترافیک او کنترول» په برخه کې مرسته کوي‌ او متحدو عربو اماراتو د هوايي ‌میدان د ترمینل او تجهیزاتو د برابرولو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

د اوس لپاره د دغه چارواکي په خبره هوايي ډګر د سهار د شپږو د ماښام تر شپږو بجو پورې د پروازونو لپاره پرانیستی وي او کار روان دی چې ۲۴ساعته پرانیستل شي.

د نورم او ستندرد ادارې مشر وویل: « تراوسه د رادار سیستم چې ټول افغانستان او د الوتکو د تګ راتګ کرښې کنترول کړای شي، فعال نه دی. د رادار یوه برخه، چې د الوتکو پروازونه او د کابل د هوايي ډګر مراقبت کوي، فعاله ده.»

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او د تخلیې د ماموریت له بشپړېدو وروسته د کابل هوايي ډګر غیر فعال شو. امریکايي چارواکي‌ وايي چې د تخلیې د ماموریت په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۲۴۰۰۰کسان له افغانستان څخه اېستلي دي.

XS
SM
MD
LG