د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د برید په ارتباط د څلورو امنیتي چارواکو دندې وځنډول شوې


Nurses attend a ceremony marking International Nurses Day, at Tongji Hospital in Wuhan, in China's central Hubei province.
Nurses attend a ceremony marking International Nurses Day, at Tongji Hospital in Wuhan, in China's central Hubei province.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل د څلورو امنیتي چاراکو دندې وځنډولې.

د دغو چارواکو د دندو ځنډول د کابل د پروني برید په مخنیوي کې د هغوی ناغیړي بلل کیږي.

په دغو کسانو کې د ښار د لسمې امنیتي حوزې آمر مل پاسوال محمود مجیدي، د همدغې حوزې د تروریزم ضد څانګې مشر سمونيار محمد ظاهر، د منطقوي کنترول امر لمری څارن جمال‌الدین او د درېیمې امنیتي حوزې د ټولي مشر و څارمن رحمت الله شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش امریکا غږ اشنا ته وویل چې په دې اړه نورې پلټنې هم روانې دي او که بل هر امنیتي چارواکي په خپلې دندې کې ناغیړه کړې وي، جدي به وپوښتل شي.

د کابل په پروني برید کې شاوخوا ۹۰ تنه ووژل او تر ۴۰۰ پورې نور کسان ژوبل شول. د برید ډېر قربانیان ولسي خلک دي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

له برید وروسته د افغانستان ملي امنیت ریاست وویل چې برید په پاکستان کې د آی اس آی تر لارښوونې لاندې پلان شوی و او دا پلان د حقانې شبکې پلی کړ.

چارواکي وايي بریدګر په یو ټانکر کې ناست او د کابل تر ټولو محفوظې سیمې ته یې د ورتلو هڅه کوله خو کله چې اجازه ورنکړل شوه، ځان او موټر دواړه یې والوزول.

له دا ډول هر برید وروسته همدا یوه پوښتنه کیږي چې بریدګر څنګه د کابل ښار او د ښار دا ډول مهمو ځایونو ته ځانونه رسوي او یا رسول کیږي.

XS
SM
MD
LG