د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ځانمرګي برید کې ۶ تنه وژل شوي او څه باندې ۲۰ ژوبل دي


د کابل د دوشنبې د ورځ برید
د کابل د دوشنبې د ورځ برید

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په نننۍ انتحاري حمله کې ۶تنه وژل شوي‌او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د اسوشیتید پرس اژانس ویلي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د کابل د برید مسؤلیت منلی دی.

د کورنیو چارو وزارت وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي په وژل شوو کې ۳مېرمنې دوه نارینه ملکیان او یو نظامي‌ کس شامل دی.

دغه وزارت همدارنګه وايي، په یاده انتحاري حمله کې ۲۰ تنه ټپیان شوي چې ۳ یې امنیتي ځواکونه او پاتې یې ملکیان دي.

دغه حمله د دوشنبې په ورځ د «لړم پر۲۱مه» رامنځته شوه.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مجروح بیا امریکا ږغ ته ویلي چې په دغه انتحاري حمله کې څلور تنه وژل شوي ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

  • پخواني معلومات

څو شېبې وړاندې د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د استقلال لېسې مخې ته چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد امریکا ږغ ته د چاودنې په تائید سره وویل چې چاودنه په کابل ښار کې د پیل شوي مظاهرې تر پای ته رسېدو وروسته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په چاودنه کې یو شمېر مظاهره چیانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره ارقام یې ور نه کړل.

نوموړي زیاته کړه چې د پېښې ځای ته پولیس رسېدلي او دامهال د دوی څېړنې روانې دي.

هغه وویل تر اوسه معلومه نه ده چې چاودنه انتحاري حمله او که ماین وو.

پر همدې مهال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله محروح امریکا ږغ ته وویل چې د چاودنې له ځایه ۳ وژل شوي او ۸ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي‌دي.

دغه چاودنه د کابل ښار په ګرینزون ساحه کې ولسمشرۍ ماڼۍ او نورو دولتي ودانیو ته په څو سوه مترۍ کې شوې ده.

دغه چاودنه پر داسې مهال شوې چې نن په کابل ښار کې د پیل شوې مظاهرې د امنیت په هدف کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

تر دامهاله ددغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې‌ په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې د روانې لړم میاشتې پر نهمه د کابل ښار په ۱۲حوزه کې پلچرخي زندان ته نژدې انتحاري ۶تنه ووژل.

XS
SM
MD
LG