د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار کې درې پرلپسې چاودنې شوې او څلور کسان یې وژلي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د کابل په ښار کې امنیتي مسؤلین وايي چې په درېیمه امنیتي حوزه کې د چسپکي ماین چاودنې له امله دوه پولیس وژل شوي او یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي دغه چاودنه نن شنبه ډسمبر۲۶(مرغومې۶) سهار څه باندې ۹ بجې د یادې امنیتي حوزې اړوند «چهار راه شهید» سیمه کې د پولیسو پر رنجر موټر شوې ده.

دا نن شنبه د څه کم دوو ساعتونو په توپیر په کابل ښار کې درېیمه چاودنه وه.

لومړۍ چاودنه سهار ۷ بجې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند «حضوري چمن» سیمه کې رامنځته شوه چې د چارواکو په وینا مرګ ژوبله نه لري.

تر هغه وروسته بله چاودنه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند «فیض محمد کاتب» څلور لارې کې پر رنجر موټر شوې ده.

د کابل د امینه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي چې په یاده چاودنه کې بیا دوه امنیتي منسوبین ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړې چې د چاودنې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

بلخوا نا تائید شوي راپورونه وايي چې د کابل په «ده سبز» سیمه کې هم نن سهار چاودنه شوې ده، خو امنیتي مسؤلینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال نورالله تره کي بیا امریکا غږ ته وویل چې له نننیو چاودنو څلور مړي او څلور ټپیان د روغتیا وزارت اړوند روغتونونو ته انتقال شوی دي.

تر دا مهاله په کابل ښار کې د نننو چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

په کابل کې یادې چاودنې پر داسې مهال کیږي چې په دغه ښار کې د هدفي بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

ولسمشر غني امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لارښوونه کړې ده چې د وروستیو بریدونو عاملین پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG