د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار کې موټر بم چاودنې ۱۴تنه وژلي ۱۴۵ټپيان دي - سادات


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین وايي، د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د طالبانو ننني موټر بم برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان شوي دي.

خوشال سادات د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، چې په ټپیانو کې ۹۲ ملکي وګړي او پاتې امنیتي سرتېري شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بیا پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې په ۱۴ وژل شوو کسانو کې د ملکیانو په ګډون څلور پولیس شامل دي.

دغه موټر بم چاودنه نن چهارشنبه سهار ۹بجې د «زمري میاشتې پر۱۶مه» د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې د پولیسو د ماموریت د قراول په دروازه کې رامنځته شوې ده.

چاودنه ډېره زوروره وه چې غږ یې د کابل ښار په لیري پرتو سیمو کې هم اورېدل شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې لیدل کېږي چې د چاودنې له امله ګڼو دوکانونو، کورونو او دفترونو ته هم مالي زیانونه رسېدلي دي.

مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي و چې د چاودنې له ځایه ۹۵ ټپیان د کابل امبولانس لخوا روغتونونو ته انتقال شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

ښاغلي مایار د دې ترڅنګ امریکا غږ ته وویل، چې د چاودنې له ځایه د څلورو تنو جسدونه هم عدلي طب ته انتقال شوي، چې کېدایشي د وژل شوو کسانو شمېر نور هم لوړ شي.

د پېښې په ځای کې د ملي اردو یو چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل، چې په دغه چاودنه کې دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي.

دا په روانه اونۍ کې په کابل ښار کې دریمه چاودنه ده چې رامنځته کېږي، د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل ښار کې د خورشید ټلوېزیون د عملې پر موټر د چسپکي ماین چاودنه کې دوه تنه ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول، همدارنګه پرون سې شنبه د کابل ښار په یوولسمه امنیتي حوزه کې د چسپکې ماین چاودنې له امله پنځه پولیس ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه پېښې د مسؤلیت په اخیستلو سره ویلي، چې د پولیسو د جلب او جذب پر مرکز ننني موټر بم برید کې ګڼو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې.

د نننۍ چاودنې مسؤلیت طالبانو په غاړه اخیستی دی
د نننۍ چاودنې مسؤلیت طالبانو په غاړه اخیستی دی

دغه ډله پر داسې مهال په کابل ښار کې موټر بم چاودنه کوي، چې د افغان سولې په اړه له امریکايي استازو سره خبرو کې هوکړې ته نژدې شوي دي.

امریکايي او طالب استازي چې روانه میاشت یې د افغان سولې په اړه تم پړاو خبرې پیل کړې د دواړو اړخونو ټیمونه د موافقې په تخنیکي اړخ، میکانیزم او عملي ګامونو باندې غږیږي.

XS
SM
MD
LG