د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل پوهنتون جنوبې دروازې ته نژدې چاودنې ۸ تنه وژلي ۳۳ ټپیان دي


د کابل ښار په دریمه امنیتي حوزه کې د ماین چاودنې له امله شپږ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار بهار مهر د «چنګاښ پر۲۸مه» د یاد خبر په تائید سره وویل، چې چاودنه نن جمعه سهار څه باندې ۷ بجې د کابل پوهنتون د جنوبي دروازې مخته پر یو کورلا ډوله موټر د نښلول شوي چسپکي ماین له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د لومړنیو معلوماتو له‌مخې په دغه چاودنه کې د یو پولیس ټرافیک په ګډون څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار بیا پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دغه چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

د کورنیو او عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې کېداشي د پېښې ارقام تغیر شي.

د کابل پوهنتون د جنوبي دروازې سړک چې د کابل ښار له عمومي لویو جادیو څخه شمېرل کېږي، زیاته ګڼه ګوڼه لري.

د پېښې ځای ته نژدې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ترڅنګ، باختر خصوصي پوهنتون، غازي لېسه او یو شمېر نور تحصلي او ښوونیز مرکزونه هم شتون لري.

د افغان چارواکو د معلوماتو له‌مخې په کورلا ډوله موټر کې تر چاودنې وروسته د پېښې ځای ته نژدې موټرونو کې هم اورلګېدنه رامنځته شوې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټويټر پاڼه لیکلي چې د کابل پوهنتون مخته چاودنه په دوی پوري اړه نه لري. خو بلې ډلې هم تر دا مهاله مسؤلین نه دی اخیستی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بیا پر خپل ټويټر لیکلي چې د د دوی د معلوماتو له مخې د کابل پوهنتون پر محصلینو نننی برید طالبان کړی دی:

د افغانستان د ملي امنیت شورا بیا د یادې چاودنې د غندلو تر څنګ ویلي، په داسې حال کې چې خلک د سولې خبرو ته هیله مند دي ورته بریدونه د سولې پر خبرو د خلکو شکونه پیدا کوي.

په بیان کې ویل شوي:"موږ په داسې حال کې، چې د سولې خبرې اترې اړينې او مهمې ګڼو، ددغه شان بريدونو پر وړاندې په کلکه د خپل ولس ترڅنګ درېږو. افغان ميړني امنيتي او دفاعي ځواکونه به حتما ددغه ډول وحشتونو له عاملانو سره په قاطعيت محاسبه کوي."

په کابل کې دا چاودنه پر داسې مهال رامنځته کېږي، چې پرون د کندهار پر امنیې قوماندانۍ د طالبانو په موټر بم او ډله ییز برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښتل.

XS
SM
MD
LG