د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د رسنیو پر کار کوونکو برید ته غبرګونونه


په کابل کې د خورشید خصوصي ټلوېزیون پر کار کوونکو پرونی برید د بېلابېلو لورو لخوا غندل شوی دی.

پرون ناوخته په کابل ښار کې د خورشید خصوصي ټلوېزیون د کار کوونکو د عملې پر موټر چاودنه کې دوه ملکي وګړي ووژل شول او د دغه ټلوېزیون د درې کار کوونکو په ګډون څلور تنه ټپيان شول.

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې د یاد برید د غندلو ترڅنګ ویلي، چې افغان حکومت باید په دې اړه جدي څېړنې وکړي.

دغه سازمان همدارنګه له افغان حکومت څخه غوښتي چې د یاد برید عاملین تر نیولو وروسته محاکمه کړي، ترڅو افغان خبریالان بېله کومې وېرې خپل کار ته دوام ورکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون دوشنبه د «زمري پر ۱۳مه»پر خپل ټوېټر د یاد برید د غندلو ترڅنګ ویلي، چې د رسنیو کار کوونکي او ملکیان په نښه کول «جنګي جنایت» دی.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم دغه برید ته په غبرګون کې ویلي، چې ښکېلې خواوې د رسنیو او ملکي وګړو د په نښه کولو پر ځای باید سولې او د افغانستان پر راتلونکي تمرکز وکړي.

هغه ویلي:"په افغانستان کې د رسنیو د کار کوونکو په نښه کول هېڅ معنا نه لري."

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر هم پر یادې پېښې د خواشینۍ په ښودلو سره پر خپل ټوېټر لیکلي:"د خبریالانو د خاموشه کولو هڅې به، هغوی نور هم قوي کړي."

د دغه ټولنې سفیر پیري مایدون ویلي، چې اروپايي ټولنه به د افغان خبریالانو تر څنګ ولاړه وي.

د افغانستان لپاره د جرمني سفیر هم د خورشید ټلوېزیون پر کار کوونکو پرونی غندلی او هغه یې یو ناوړه عمل بللی دی.

په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو هم دغه برید غندلی او افغان حکومت یې غوښتي چې د رسنیو د کار کوونکو امنیت ته پام وکړي.

د«SITE intel Group» د راپور له مخې د دغه برید مسؤلیت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی.

تېره میاشت وسله والو طالبانو ه یو شمېر رسنیو ته خبرداری ورکړ که د دوی پر ضد تبلیغاتي اعلانات بند نه کړي هدف به یې وګرځوي.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ او یا نی د راپور له مخې د ۲۰۱۹ میلادي له پيل څخه تر دا مهاله د خبریالانو په ګډون د رسنیو ۹ کار کوونکي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG