د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د تورې وهنې لومړنۍ سیالۍ


په کابل کې د تورې وهنې لومړنۍ سیالۍ
په کابل کې د تورې وهنې لومړنۍ سیالۍ

لومړي ځل لپاره په کابل کې د تورې وهنې سیالۍ ترسره شوې. په دغو سیالیو کې د کابل ښار د کلپونو سلو تنو لوبغاړو برخه لرله او څلور ورځې روانې وې. په پای کې شل غوره لوبغاړي وټاکل شول.

د تورې وهنې د فدراسیون مشر طارق روشنګر وايي چې دا لومړی ځل دی چې د تورې وهنې لوبې ترسره کیږي.

کلیپ طارق روشنګر: "موږ چې کومې لوبې ترسره کړې په نړیوال معیار برابرې وې. موږ سره ټول هغه اړین وسایل شته چې ورته اړتیا ده.موږ اوس بریښنايي میدان او وسایل په واک کې لرو.

ددې فدراسیون چارواکي وايي تر اوسه ددغو لوبو د نه ترسره کولو لامل د وسایلو او بریښنايي سیسټم نه شتون وو چې د تورې وهنې لوبه ورته خورا اړتیا لري".

طارق روشنګر وايي چې د تورې وهنې د لوبو کچه لوړه شوې ده او سیالۍ هم په نړیوال معیار ترسره شوې.

په ورته وخت کې لوبغاړي هم خوښ دي چې د تورې وهنې په لومړي پړاو سیالیو کې ګډون کړی. دوی وايي چې په بهرنیو سیالیو کې هم دوی ښه ځلیدلي دي.

کلیپ مسعود قریشي: "تیر کال موږ په هندوستان کې سیالۍ درلودې چې موږ په کې څلور د برونز مډالونه ترلاسه کړل او دریم مقام ته ورسیدو".

اوس مهال د تورې وهنې لوبه د افغانستان په اتو ولایتونو کې په رسمي توګه پر مخ وړل کیږي ، خو لوبغاړي وايي چې د مرکز پرتله د ولایتونو لوبغاړي له ستونزو سره مخ دي.

کلیپ عبدالسمیع احمدزی: "هغوی واقعآ مشکلات لري ، له مرکز څخه فاصله زیاته ده ډیر زیات مشکل لري. وسایل ورته رسیدلي دي په کم مقدار سره که لباس ورته رسیدلی وی نو د میدان ستونزې لري".

د افغانستان د تورې وهنې فدراسیون لومړي ځل لپاره په دوه زده او لسم کال کې د آسیايي هیوادونو ترمنځ په سیالیو کې چې په قطر کې ترسره شوې وې ګډون کړی وو او په همدغه کال یې د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ په سیالیو کې څلور د ژیړو مډالونه ترلاسه کړي وو

XS
SM
MD
LG