د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د کرونا څخه روغ شوي بیا په کرونا اخته کېدای شي؟


د کووید۱۹ په اړه د زیاتو معلوماتو د نشتوالي په برخه کې یو هم ددې ویروس په وړاندې د انسان د معافیتي یا ایمني سیستم د غبرګون څرنګوالی دی چې د دغه ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې مهم رول لري.

په یوې انتاني ناروغۍ باندې له اخته کیدو وروسته ښایي د انسان بدن دایمي یا موقتي معافیت رامنځ ته کړي او یا هم شاید هیڅ معافیت رامنځ ته نشي، خو په کروناویروس باندې له اخته کیدو وروسته معافیت په هکله ډیر کم معلومات شته او څرګنده نده چې ددې ناروغۍ څخه رغیدلي کسان د هغه په وړاندې معافیت ترلاسه کوي او که نه؟

آیا هغوی کولای شي چې د بیا اخته کیدو له ډار او اندیښنې پرته عادي ژوند وکړي؟

معافیت هغه وخت رامنځ ته کیږي چې د بدن ایمني سیستم ویروس له منځه یوسي او د هغه په وړاندې انتي باډي یا پادتن تولید کړي تر څو دوهم ځلي چې همدا ویروس پر بدن برید کوي پرته له دې چې بیماري رامنځ ته کړي معافیتي سیستم یې له منځه یوسي.

د سارس او مرس ساري ناروغیو وروسته کومې څیړنې چې په روغو شویو کسانو وشوې ښيي چې د هغوی په بدنونو کې د یو وخت لپاره د معافیت یوه سطحه رامنځ ته شوې وه. د سارس او مرس ناروغیو عامل هم د کووید۱۹ په څیر د کروناویروسونه دي.

پوهانو ددغو څیړنو په بنسټ ویلي دي چې د کووید۱۹ ناروغۍ نه جوړ شوي کسان هم د یوې مودې لپاره کم او زیات ددغې ناروغۍ په وړاندې ښایي معافیت ولري چې ورو ورو کیدای شي د جمعي معافیت سبب شي.

کله چې زیات شمیر کسان معافیت ترلاسه کړي د ناروغۍ د خپریدو او اخته کیدو کچه راټیټیږي. کروناویروس تازه خپور شوی او د نړۍ د ۸۸۰۰ میلیون نفوس له جملې نه څه کم دوه نیم میلیونه کسان پرې اخته شوي، په همدې اساس لا وختي ده چې د کووید۱۹ په وړاندې ټولیز (جمعي) معافیت پیدا شي.

خو یو شمیر پوهان پدې باور دي چې په مختلفو ټولنو کې په کروناویروس د اخته کسانو دقیق شمیر له لسو نه تر ۱۰۰۰ چنده پورې زیات دی چې رپوټ ورکړل شوی. هغوی استدلال کوي چې په زیاتو مواردو کې ناروغي خفیفه وي او بیماران روغتون ته نه دي تللي، له دې کبله د هغوی په اند د کروناویروس په وړاندې جمعي معافیت له هغه څه نه چې اټکل یې کیږي ژر به رامنځ ته شي.

بله څیړنه په چین کې په ۱۷۵ کسانو شوې ده چې په خفیفه یا متوسطه توګه په کووید۱۹ باندې اخته شوي وو، دغه څیړنه ښیي چې د هغوی د ۷۰ فیصدو کسانو ایمني یا معافیتي غبرګون لوړ و او د ۲۵ فیصده کسانو ټیټ و. په پاتې پنځو فیصدو کې هیڅ ډول معافیتي غبرګون نه و.

له بلې خوا نه د هغه رپوټ له مخې چې د اپریل په نهمه په جنوبي کوریا کې خپور شو د ۹۱ کسانو د ازموینو نتیجه چې د کووید۱۹ ناروغۍ څخه ښه شوي وو او رخصتیدو ته تیار وو له څو ورځو وروسته بیا پدې ویروس اخته شوي.

یو شمیر پوهان پدې باور دي چې ښایي دغه کسان نه وو روغ شوي او د هغوی د ازموینو د معایناتو منفي نتیجه غلطه وه. یا دا چې د نمونې د اخیستلو پر وخت د هغوی د ناروغۍ شدت کم و او بیا وروسته زیات شوی دی.

له دې سره ټولې هغه څیړنې چې د کووید۱‍۹ په هکله شوې په کم مقیاس سره دي او پوهان سپارښتنه کوي چې ددې ناروغۍ په وړاندې د بدن په معافیتي غبرکون باندې د پوهیدو لپاره باید پراخې او دقیقې څیړنې وشي چې زیات شمیر روغ شوي کسان په کې برخه ولري.

XS
SM
MD
LG