د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا سره مبارزه؛ نړیوال بانک افغان حکومت ته ۲۰میلیون ډالر ورسول


نړیوال بانک له افغانستان سره د څه باندې ۱۰۰ میلیون ډالرو د مرستې ژمنه کړې
نړیوال بانک له افغانستان سره د څه باندې ۱۰۰ میلیون ډالرو د مرستې ژمنه کړې

نړیوال بانک وايي په افغانستان کې د کروناویروس سره د بېړنۍ مبارزې لپاره یې افغان حکومت ته ۲۰میلیون ډالر ور ورسول.

نړیوال بانک د اپریل په ۱۲ ژمنه وکړه چې د کروناویروس سره مبارزې لپاره به له افغانستان سره ۱۰۰.۴ میلیون ډالر مرسته کوي‌. دا ۲۰ میلیون د همدغو مرستو لومړۍ برخه ده چې افغان حکومت ته وسپارل شول.

نړیوال بانک د دوشنبې په ورځ‌ اپریل ۲۰(غويي۱) په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې په دغو مرستو سره به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي خدمتونه برابریږي.

اعلامیه وايي نړیوال بانک همدغه راز ۴۰میلیون ډالر نور هم په پام کې نیولي دي‌ چې د ۲۰۲۰ د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د کرونا سره په مبارزه کې د افغانستان د حکومت لګښتونه ورکړي. وايي‌ همدا چې افغان حکومت د خپلو لګښتونو لست ورته تسلیم کړ، هغوی به یې ورکړي.

نړیوال بانک همدغه راز ویلي دي‌چې د مالي مرستو تر څنګ به د روغتیا د نړیوال سازمان، یونیسف او نورو اړوندو ادارو سره ګډ کار کوي چې له افغانستان سره تخنیکي مرستې هم وشي، وسایل هم برابر شي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې پروژه کامیابه شي.

نړیوال بانک داسې مهال افغان حکومت ته دا مرستې سپاري چې د کرونا ویروس تر دې دمه په افغانستان کې ۳۵ تنه مړه کړي او ۱۰۲۶ نور په دغه ورځ‌اخته دي. په دغو کسانو کې ۱۱۰ ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي‌ هم شامل دي او دا شمېره ورځ په ورځ زیاتیږي.

تر ټولو ډېر کسان د هرات په ولایت کې په کرونا اخته دي، دا ولایت له ایران سره سرحد لري او ډېر کډوال په دې وروستیو کې له ایران څخه افغانستان ته راغلي دي. په ایران کې کرونا څه باندې ۵۰۰۰ کسان مړه کړي دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو چې دا مهال د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۲.۴ میلیون انسانان پرې اخته دي او شاوخوا ۱۶۶زره نور مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG