د لاس رسي وړ اتصالات

صالح: کابل کې یو ډاکتر پر ناروغ ماشوم د جنسي تیري په تور نیول شوی


Afghan rapist doctor
Afghan rapist doctor

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په کابل کې پولیسو هغه ډاکتر نیولی چې پر یوه لس کلن ناروغ هلک یې جنسي تیری کړی و.

د ښاغلي صالح نن شنبه نومبر ۲۸(لېندۍ اتمه) پر خپل فیسبوک پاڼه د کابل د امنیتي ټېم د شپږ نیمو بجو راپور خپرولو کې ویلي چې یاد ډاکټر د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې پولیسو نیولی دی.

هغه زیاته کړې:"کابل د شپاړسمې حوزې امنیتي او کشفي منسوبینو اسد الله ولد عزیز الله په نوم ډاکتر چې په ذولفقار درملتون کې وظیفه لري، بالفعل ونیو او دقانون منګلو ته یې وسپاره."

ښاغلي صالح خپل دفتر ته سپارښتنه کړې چې یاده قضیه د عامې روغتیا له وزارت سره شریکه کړي تر څو ددغه «درنده مزاجه» ډاکتر د کار جواز لغوه کړي.

نوموړي ټينګار کړی چې له بند څخه تر خلاصیدو وروسته هم باید دغه کس په هیڅ ټولنه کې د ډاکتر په توګه د فعالیت اجازه ونه لري.

تر دا مهاله د عامې روغتیا وزارت د تورن ډاکتر په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې هم په افغانستان کې پر ماشومانو د جنسي تیرې د پېښو په اړه اندېښنې ښودل شوي او عاملینو ته یې د سزا ورکولو غوښتنې شوي دي.

XS
SM
MD
LG