د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو هڅې به هغه وخت بریالۍ شي چې خلک واکسین ته اهمیت ورکړي - روغتیاپالان


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

په کابل کې روغتیاپالان وايي، که خلک خپل ماشومان په وخت سره واکسین کړي، د ګوزڼ د مخنیوي هڅې به بریالۍ شي.

له کلونو راهیسې په افغانستان کې د پولیو پر وړاندې مبارزه د عامې روغتیا وزارت تر څارنې لاندې د نړیوالو روغتیايي سازمانونو او د روغتیا د نړیوال سازمان په ګډو هڅو دوام لري او د کمپاینونو له لارې میلیونونه ماشومان د دې معلولونکې ناروغۍ پر وړاندی وقایه کیږي.

خو د کابل یو شمېر روغتیاپالان او عام ښاریان په دې باور دي چې که خلک د پولیو واکسین ته اهمیت ورنکړي، د پولیو پر وړاندې د دغو نړیوالو موسسو هڅې به له ستونزو سره مخ شي.

د پلازمینې کابل په "صحت طفل" روغتون کې د ماشومانو یوتن متخصص ډاکټر، عصمت الله عاصم پدې هکله امریکا غږ ته وویل: "د پولیو یا ګوزڼ د محوه کولو په برخه کې د نړیوالو صحي سازمانونو لکه روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونیسف او نور مختلف بنستونه چې د ماشومانو د حقونو برخه کې فعالیت لري، دوی زیاتې هلې ځلې کوي ترڅو نور په افغانستان کی ګوزڼ ویروس وده ونکړي او له منځه لاړ شي."

خو د هغه په وينا، که چېرې هېوادوال د واکسين تطبيق ته پاملرنه ونکړي او خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسين نکړي، د ټولو نړيوالو ادارو هلې ځلې به د پام وړ پايلې ونلري.

عاصم زیاتوي، د ماشومانو لپاره د واکسين تطبيق ډېر مهم دى، ځکه ماشومانو ته نه پاملرنه، هغوی په دايمي معلولیت اخته کولی شي.

نوموړي دا هم وویل، چې د افغانستان په ډیرو سیمو کې لا هم داسې کورنۍ شته، چې خپلو اولادونو ته د ګوزن واکسین نه تطبیقوي، او لامل یې هم د بې ځایه افواهاتو منل دي چې دا کار یې د ماشومانو راتلونکی زیانمنوي.

بل خوا عام خلک هم وايي، چې د روغتیا پالانو خبرو ته به پام زیاتوي ځکه چې د ځينو کورنيو ماشومان په کمپاينونو کې له واکسينه بې برخې پاتې کېږي.

د کابل ښار یوتن اوسیدونکي، اجمل پدې هکله وویل: "دقیقاً ویلی شم چې په ټولو ښاري او اطرافي سیمو کې داسې خلک شته چې د واکسین تطبیق ورته دومره مهم نه ښکاري، نو باید چې د ډاکټرانو خبرو ته غوږ کېښودل شي او هیڅوک هم د خپلو اولادونو په حق کې دا زیاتی ونکړي چې هغوی د واکسین له تطبیق محروم کړي، ځکه که چیرته یو ماشوم فلج شي بیا جبرانول یې له امکان لرې خبره ده."

روغتيايي چارواکي وايي، د پوليو په څېر د يوې وژونکې ناروغۍ پر وړاندې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ د واکسين دوه څاڅکي ورکول خورا مهم دي او خلک بايد په دې کې هيڅ ډول ناغیړي ونه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG