د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د ګارنیزون او امنیې قومندانانو دندې وځنډول شوې


ارګ وايي لویې څارنوالۍ د دغو قومندانانو دندې ځنډول دي

ارګ وايي لویې څارنوالۍ د کابل د ګارنیزون د قومندان ګل نبي احمدزي او امنیي قومندان حسن شاه فروغ دندې ځنډولې دي.

ارګ وايي "د قانون د حاکمیت او د خلکو د غوښتنې د تحقق" لپاره د لویې څارنوالۍ د پرېکړې هرکلی کوي. ارګ په ښکاره نه دي ویلي چې د دغو کسانو دندې مشخصآ په کوم دلیل ځنډول شوې.

د کابل د اعتراض کوونکو یوه غوښتنه له دندې د ښاغليو احمدزي او فروغ لېرې کول وو.

همدغه راز اعتراض کوونکي د ملي امنیت د شورا د مشر محمد حنیف اتمر او د کورنیو چارو د وزیر تاج محمد جاهد لېرې کېدل هم غواړي. ارګ څو ورځې مخکې د ملي امنیت د شورا د مشر ننګه وکړه او هغه یې د هېواد رښتینی خدمتګار یاد کړ.

د ارګ اعلامیه وايي چې حکومت د ملي شورا د ځینو غړو سره د کابل د اعتراض کوونکو د غوښتنو په اړه په خبرو بوخت دی.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د افغانستان لویه څارنوالي د یوې مستقلې ادارې په توګه "په دې اړه هراړخیز تحقیقات کوي او نتیجه به یې له خلکو سره شریکه کړي".

خو په اعلامیې کې دقیق نه دي ویل شوي چې لویه څارنوالي د دغو قومندانانو پورې اړوندې کومې مسئلې باندې تحقیقات کوي.

څو ورځې مخکې په کابل کې یو ځانمرګی برید وشو چې شاوخوا ۱۰۰ کسان یې ووژل او لږ تر لږه ۴۰۰ نور ژوبل کړل. یو شمېر خلکو ظاهرآ د دغه برید د غندلو او قربانیانو سره د خواخوږي په خاطر مظاهره وکړه چې په کې ډزې وشوې او یو شمېر کسان ووژل او ژوبل شول.

اعتراض کوونکو اوس د کابل په ځینو برخو کې خیمې درولي دي او ټېنګار کوي چې باید غوښتنې یې ومنل شي. خو د کابل یو شمېر ښاریان بیا شکایت لري چې درول شویو خیمو دوی له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG