د لاس رسي وړ اتصالات

هریرود سیند ته د افغان کډوالو اچول؛ کابل د ایراني مقام څرګندونې رد کړې


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان کډوالو په اړه د ایران د وسله والو ځواکونو د قضايي سازمان د رئیس حجت الاسلام بهرامي وروستۍ څرګندونې رد کړي دي.

ښاغلي بهرامي پرون شنبه ایسنا خبري اژانس ته ویلي چې ایراني سرتیري هریرود سیند ته د افغان کډالو په اچولو کې لاس نه لري.

نوموړي ویلي، که افغان چارواکي په دې اړه اسناد لري له دوی سره دې شریک، تر څو د یاد هیواد لخوا ورته رسیدګي وشي.

د ایران د وسله والو ځواکونو د قضايي سازمان رئيس زیاته کړې چې په دې اړه د ایران څېړنو وښودله چې د دغه هیواد سرتیري په یاده موضوع کې لاس نه لري.

هغه همدارنګه ویلي که چیري د افغانستان حکومت په دې اړه کره اسنا او شواهد نه لري دغه موضوع دي خپله مدیریت کړي چې په وینا یې تر څو د اړیکو خرابېدو لامل نشي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه جون۲۱ (چنګاښ لومړۍ) ویلي چې د هنه ذوالفقار پېښه د افغان حکومت لخوا په دقت سره څېړل شوې ده.

یاد وزات وايي چې له سیند څخه د اوو تنو ژغورل شوو کسانو، او په دغه پېښه کې د نورو مړو شوو کسانو د دوستانو او کورنیو معلومات اسناد او مادرک د څېړنو پرمهال د دواړو هیوادونو د کمیسارۍ لخوا مستند شوي او کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي مرستیال د سفر پر مهال له هغه سره شریک شوي دي.

افغان چارواکو ویلي چې له ښاغلي بهرامي څخه له دا ډول څرګندونو تمه نه لرل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې اړه د عدالت ټینګېدو په اړه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د تیرې غويي میاشتې پر ۱۳ مه۴۶ افغان کریګر چې په غیر قانوني توګه ایران ته اوښتي و د ایراني پولیسو لخوا تر نیول کېدو وروسته په زور سره هریرود سیند ته اچول شوي و.

د یادې پېښې د څیړونکي پلاوي رئیس محمد حمید طهماسي د خپلو څېړنو تر بشپړېدو وروسته وویل چې د ۴۶ افغان کډوالو له شمېرې د ۱۲ تنو مړي موندل شوي، ۱۶ یې لا هم ورک دي او ۱۷ تنه یې د سیمې د اوسیدونکو په مرسته ژوغورل شوي دي.

له افغان کډالو سره د ایران د امنیتي سرتیرو د چلند په بله تازه پېښه کې چې تیره میاشت رامنځته شوې د افغان کډوالو پر موټر د ایراني سرتیرو په ډزو او اورلګېدونه کې ۳ افغان کډوال ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

دغو دواړو پېښو پراخ غبرګونونه را وپارول او په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوې.

بلخوا ټاکل شوې نن یکشنبه جون۲۱(چنګاښ لومړۍ) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو لوپوړی افغان پلاوی ایران ته سفر وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي یاد پلاوی به په ایران کې له افغان کډوالو سره د وروستي چلند او ورته نورو پېښو مخینوي لارو چارو او ځينو نورو مسایلو په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG