د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د افغان کډوالو ستونزې؛ اتمر تهران ته سفر کوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د یو جیګپوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره تهران ته سفر کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ دغه پلاوی په داسې حال کې تهران ته سفر کوي چې په وروستیو کې له ایران سره پر پوله په سیند کې د افغان کډوالو د غرقېدو او د ایران په یزد ښار کې د افغان کډوالو د موټر د اور اخیستو پېښو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راوپارول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د پنجشنبې په ورځ د جون په ۱۸مه (غبرګولي ۲۹) خبریالانو ته وویل افغان پلاوی به له ایراني لوري سره په راتلونکې کې د دغو پېښو د تکرار د مخنیوي په تړاو خبرې وکړي.

ښاغلي هېواد ایران ته د افغان پلاوي د سفر نېټه څرګنده نه کړه خو وې ویل: "دا یو لوی هیات دی، د څو وزارتونو استازي به په کې ګډون کوي او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست به یې رهبري کوي. د دې لپاره امادګیانې روانې دي چې امادګیانې تکمیل شي دا سفر هرڅومره ژر چې وشي د افغانستان د حکومت اراده ده په دې کې".

د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي همکاریو پیاوړتیا، د غیر قانوني تګ راتګ مخنیوي، په ایران کې د افغان کډوالو د هویت تثبیتول او په قانوني ډول د افغان کارګرانو د استخدامولو د هوکړه لیک مسودې نهايي کول او تطبیق د دغه سفر نور عمده هدفونه یاد کړل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي وو چې په دې سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي کمیسارانو د تړون نوي کولو پر سر هم بحث وشي، چې په ۱۳۳۵ کال کې لاسلیک شوی و.

د روانې اونۍ په پیل کې زرګونو افغانانو په واشنګټن ډي سي، لندن او د اروپا په ځینو نورو برخو کې همپه ایران کې له افغان کډوالو سره د ایراني ځواکونو له تاوتریخوالي ډک چلند په غبرګون مظاهرې وکړې.

تر دغو مظاهرو مخکې په کابل، ننګرهار، کندهار او هرات کې هم د ایران په ضد احتجاجونه وشول.

په کابل کې ځینو مظاهره کوونکو د ایران د سفارت په دروازې باندې سور رنګ وپاشل او د احتجاج په ډول یې د ایران د ولسمشر حسن روحاني او مذهبي مشر علي خامنه یي تصویرونه او د ایران ملي‌بیرغ وسوځول.

دغه کار ایراني چارواکي راوپارول او په تهران کې یې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال احضار کړ. ایراني چارواکو ویلي دي چې مظاهره کوونکو د ایران د سفارت سپکاوی کړی دی.

دا مسایل داسې مهال مخې ته راځي چې د روان جون میاشتې په پیل کې د ایران د یزد په ښار کې ایراني‌ پولیسو د افغان کډوالو پر موټر ډزې وکړې،‌ موټر وسوځېده، درې افغان کډوال مړه او پنځه نور ژوبل شول.

افغان چارواکي‌ وايي‌ تر دې مخکې د ایران-افغانستان د سرحد په اوږدو کې ایراني پولیسو ۴۶ افغان کډوال د هریرود سیند ته ګوزار کړي چې ۱۲ تنه یې مړه شوي، ۱۷ لا هم ورک دي او ۱۷ نور یې ژغورل شوي دي.

ایراني چارواکو د افغان کډوالو د غرقېدو خبر غلط او د ایران پر ضد یې د امریکا دسیسه بللې ده.

XS
SM
MD
LG