د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د اوسني وضعیت په اړه اندېښمن دي


اوسني‌ وضعیت یو شمېر کابل ښاریان اندېښمن کړي
اوسني‌ وضعیت یو شمېر کابل ښاریان اندېښمن کړي

شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې وسله وال طالبان د کابل ښار ته ننوتل او له پنجشیر پرته په ټول افغانستان کې واکمن شول، خو لا یې هم نوی حکومت اعلان کړی نه دی.

طالب مشران وايي‌ چې د نوي حکومت د جوړولو لپاره یې مشورې کړي‌ او ژر به یې اعلان کړي.‌

د حکومت په نشتوالي کې د افغانستان سیاسي،‌ اقتصادي،‌ امنیتي‌ او نور کارونه په ټپه درېدلي دي.

د افغانستان د نورو برخو تر څنګ په کابل کې هم یو شمېر خلک له دې پلوه اندېښنه لري او وايي چې له دې کبله له یو ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

د رویټرز خبري اژانس د کابل ښار له یو شمېر اوسېدونکو سره غږېدلی او په دې اړه یې د هغوی نظریات خپاره کړی‌ دي.

د کابل یو اوسېدونکی فضل خان د موجود وضعیت رویټرز اژانس ته وویل: "نه شو ویلای چې هیواد په کوم لوري درومي، امریکا، چین او فرانسه زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، دې لاسوهنو ته په کتو سره د یوه جنګ د پیل کېدو امکان شته."

د نوید په نامه د ده سبز یو اوسېدونکی غواړي چې نوی حکومت ژر تر ژره جوړ شي. هغه وايي: "باید نوی حکومت جوړشي، مونږ سوله غواړو، جنګ نه غواړو، خلک باید له موجود وضعیت څخه ونه ویریږي او د اسلام لارښونې دې عملي کړي."

د طالبانو یوې سرچینې ویلي چې نوی حکومت به د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړ شي، خو لا معلومه نه ده چې کله او څنګه جوړیږي.

د سیاسي‌ ستونزو تر څنګ، اقتصادي ستونزې بله هغه مسئله ده چې د کابل ښاریان ترې شکایت لري.

ښاریان د خوراکي توکو او نورو اجناسو د بیې له لوړوالي هم اندېښن کړي دي.

د کابل یو بل اوسېدونکي رحیم الله ویلي دي چې امنیتي وضعیت ښه دی خو بیې لوړې دي. د ده بل شکایت دا دی چې طالبان له خپل موقف څخه ناوړه ګټه اخلي او "مونږ ته وايي‌ څه ډول کالي مو اغوستي، ږېره ولې نه پرېږدئ".

کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته، بانکونه وتړل شول، نړیوال بانک خپلې پروژې او تمویل بند کړل، د افغانیو ارزښت راولوید او ډېر کاروبارونه زیانمن شول چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې د عادي افغانانو په ژوند منفي تاثیرا کړي.

د کابل یو شمېر ښاریان داسې مهال د سیاسي او اقتصادي ستونزو څخه شکایت کوي‌ چې طالبان لا هم د پنجشیر د نیولو هلې ځلې کوي.

د پنجشیر په ولایت کې د طالبانو او د احمد ولي مسعود په مشرۍ د «مقاومت» د جنګیالیو ترمنځ جګړه روانه ده.

طالبان د پرمختګ او د څو ولسوالیو د نیولو خبره کوي، خو مخالفه جبهه یې وايي د طالبانو بریدونه یې په شاتمبولي او درنه مرګ ژوبله یې وراړولې ده.

XS
SM
MD
LG