د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د استخباراتو مشر کابل ته تللی 


د پاکستان د استخباراتي څانګې مشر
د پاکستان د استخباراتي څانګې مشر

پاکستانۍ او نړیوالې رسنۍ وایي‌ د پاکستان د استخباراتي څانګې (آی اس آی) مشر جنرال فیض حمید نن شنبه سپتمبر څلورمه (وږي۱۳) په ناببره توګه کابل ته تللی او اوس هلته دی.

اسوشیتدپرس او رویټرز اژانسونو د دوو پاکستاني‌ چارواکو له خولې،‌ چې نه غواړي‌ نومونه یې خپاره شي، کابل ته د حمید فیض سفر تائید کړی دی.

د پاکستان حکومت په رسمي ډول لا کابل ته د آی اس آی د مشر د سفر په اړه څه نه دي ویلي، طالبانو هم لا په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د نړیوالو رسنیو ځینو خبریالانو لیکلي‌ دي چې جنرال فیض حمید یې د کابل د سرینا په هوټل کې لیدلی دی. وايي له هغه سره یو لوړ پوړی پلاوی هم مل دی.

دا لا معلومه نه ده چې هغه ته طالبانو بلنه ورکړې وه که بې بلنې تللی دی.

داسې ښکاري‌ چې کابل ته د هغه سفر کوم پټ سفر نه دی، ځکه چې هغه له ځينو نړیوالو رسنیو سره خبرې هم کړي دي او ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې کړي دي‌ او دا هلې ځلې به روانې ساتي.

هغه خبریالانو ته په کابل کې د خپلو ممکنه ملاقاتونو په اړه څه نه دي ویلي،‌ خو دومره یې یاده کړه چې د پاکستان له سفیر منصور احمد سره به له افغانستان څخه د بهرنیانو د اېستلو په لارو چارو خبرې کوي.

مګر ځینې راپورونه وايي‌ چې نوموړی به د طالبانو له مشرتابه سره هم ګوري او په روان وضعیت به غږیږي.

د طالبانو مشران په پاکستان کې وو او افغان حکومت اسلام اباد تورناوه چې طالب جګړه ماران ساتي او بیا د جګړې لپاره یې افغانستان ته استوي، خو پاکستان به تل دا تورونه ردول.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو کابل ته د پاکستان د جنرال حمید فیض په سفر انتقاد کړی دی او پوښتنه یې کړې ده چې ولې هغه په داسې یو حالت کې کابل ته سفر کړی دی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په اساس یوه اونۍ مخکې د امریکا د استخباراتو (سي آی اې) مشر هم کابل ته تللی و.

XS
SM
MD
LG