د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن پر افغانستان د خبرو لپاره قطر او جرمني ته ځي 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

ټاکل شوې چې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغانستان په اړه د خبرو لپاره قطر او جرمني ته ولاړ شي.

ښاغلي بلینکن خبریالانو ته وویل چې سبا یکشنبه د سپتمبر پنځمه (وږي۱۳) قطر ته روانیږي او له هغه هېواد څخه به مننه وکړي چې له افغانستان څخه یې د انتقال په ماموریت کې مرسته وکړه او زرګونه افغانانو ته یې په موقت ډول ځای ورکړ.

بلینکن به له قطر څخه وروسته په جرمني کې د «رامشتاین» پوځي مرکز ته او هلته به له امریکایي پوځیانو او افغان کډوالو سره وویني.

نوموړي وویل چې هغه به د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر هیکو ماس سره یو ځای د افغانستان په اړه به د ۲۰ هېوادونو د وزیرانو د غونډې مشري کوي. هغه وايي دا هېوادونه به د افغان مهاجرینو په مېشت کولو کې مرسته کوي او همدغه راز طالبانو باندې په فشار راوړلو کې مهم رول لري چې خپلې ژمنې عملي کړي.

طالبانو ژمنه کړې ده چې هغوو کسانو ته به مصونه لار ورکوي چې د سفر قانوني‌ اسناد لري او غواړي له افغانستان ځخه ووځي، خو یو شمېر افغانان د طالبانو په دغې ژمنې باور نلري.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د امریکا د دفاع وزیر لوید استن د خلیج هېوادونو قطر، بحرین، کویټ او سعودي‌ عربستان له چارواکو سره وویني او د تخلیې په ماموریت کې د هغوی د مرستو له کبله مننه وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل چې وزیر استن به سبا یکشنبه روانیږي.

XS
SM
MD
LG