د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی خو په بازارونو کې د توکو په بیو کې د پام وړ ټیټوالی ندی راغلی.
دغه ښاریان د ژمي په درشل کې د خوراکي او نورو اړینو توکو مخ په لوړه روانو بیو ته اندېښمن دي.
د کابل ښار اوسېدونکی روزي خان وايي: "ډالر چې په ۷۸ افغانۍ وو او اوس چې تر ۶۵ افغانیو راټیټ شوی، خو د توکو په قیمتونو کې هیڅ تفاوت نه دی راغلی. د خلکو اقتصادي وضع صفر ده. موږ له حکومته غواړو چې قمیتونه باید را ټیټ شي."
د "یاهو فایننس" په نوم د اسعار د څار وبسایټ د شمېرو له مخې، په تیرو دریو میاشتو کې د ډالر په مقابل کې د افغانیو ارزښت شاوخوا ۲۵ سلنه لوړ شوی دی.
په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي چې هره اونۍ د اسعارو د ارزښت له بدلون سره، د توکو نرخنامې بدلوي او پر پلورونکو یې ویشي.
خو ځیني ښاریان نیوکه کوي چې دغه نرخنامې په وخت نه ویشتل کیږي او له امله یې توکي په لوړه بیه پلورل کیږي.
د عزیز احمد په نوم د کابل اوسېدونکی وايي: "حکومت باید نرخنامې پر وخت وویشې او قیمتونه کنترول کړي. زموږ د خلکو اقتصادي حالت بیخي خراب دی. تجاران او دکانداران باید مجبور کړي چې په مناسب قیمت مالونه ورکړي."
د کابل ښاروالۍ چارواکي د افغانیو د ارزښت لوړېدل ګټور بولي او ټینګار کوي چې د ښاروالۍ له خوا د ویشل شویو نرخنامو څخه سرغړونکو دکاندارانو او سوداګرو ته سزا ورکول کیږي.
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي وویل: "زموږ نرخنامې د توکو د بیو د پورته کېدو او کښته کېدو سره هره اونۍ نوي کیږي. خو کله چې د اسعارو په بیو کې د پام وړ تغیر راځي، تر یوې اونۍ مخکې نرخنامې بدلوو."
د کابل اوسېدونکي په داسې حال کې د خوراکي توکو له لوړو بیو سر ټکوي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په خپل وروستي راپور کې ویلي چې، په افغانستان کې د روان کال د نومبر میاشتي په دویمه اونۍ کې د غنمو او اوړو پرته نور د ټولو خوراکي توکو بیې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو په پرتله د پام وړ پورته وې.
فورم \ دبحث خونه