د لاس رسي وړ اتصالات

د اسعارو د تبادلې بازار کې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت په بېساري ډول پورته شوی


د افغانستان په مرکز کابل کې د «سرای شهزاده» د اسعارو د تبادلې په بازار کې نن دوشنبه اګست ۲۸ (وږي شپږم) یو امریکايي ډالر د ۸۱ افغانیو او ۳۰ پولو سره تبادله کېده، چې دا په وروستیو کلونو کې د ډالرو په وړاندې د افغانۍ ترټولو لوړه بیه ده.

ددغه سرای د صرافانو د ټولنې ویاند حاجي عبدالرحمان ځیرک امریکا غږ ته وویل، چې د افغانۍ د ارزښت د لوړیدلو یو علت بازار کې د افغانیو کمبود دي.

ښاغلي ځیرک وویل:" نن امریکايي ډالر په ۸۱ او ۳۰ پولو باندې تبادله کیږي. افغانۍ ۱۰۰ فیصده په مارکیټونو کې کمه ده نو دغه تغیرات کله لوړ کله ټیټ اما مجموع کې مونږ هیله لرو چې ډالر به نور هم ټیټ شي".

د سرای شهزاده د صرافانو د ټولنې د چارواکو د معلوماتو له مخې د اګست په لسمه په دغه بازار کې یو امریکايي ډالر د ۸۴ او ۱۰ او د ۸۴ او ۲۰ افغانیو په شاوخوا کې تبادله کیده.

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په تیرو لسو ورځو کې ۴۲ میلیونه ډالره بازار کې لیلام کړي دي. دغه بانک یکشنبې په ورځ هم ۱۴ میلیونه ډالره بازار ته وړاندې کړي وو.

د سرای شهزاده صرافان د افغانستان بانک له خوا په منظم ډول بازار ته د ډالرو لیلامول هم د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د بیې د لوړیدلو په علتونو کې یادوي.

د افغانستان بانک یو چارواکی احمد جواد سداد د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دغه بانک په تیر یو کال کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د لوړیدو لپاره پرله پسې اقدامات کړي، چې له امله یې په تیرکال کې د امریکايي ډالر په وړاندې د افغانۍ بیه د اوړم کال پرتله ۴.۴ فیصده لوړه شوې ده.

ښاغلي سداد وویل: "د افغانستان د مرکزي احصایي او معلوماتو د مرکز د شمیرنو له مخې د انفلاسیون کچه د ۱۴۰۲ لمریز کال د ثور په میاشت کې ۲.۸ فیصدو ته رسیدلې وه په داسې حال کې چې په اوړم کال په همدې موده کې د انفلاسیون کچه ۱۵.۴ فیصده وه. په عین حال کې که چیرې د انفلاسیون د اوسط کچه په دې موده کې په پام کې ونیول شي لیدل کیږي، چې په تیر کال کې د انفلاسیون کچه په اوسط ډول شپږ فیصده وه چې د اوړم کال د همدې مودې پرتله ۱۲ فیصده وه."

که څه هم په دې وروستیو میاشتو کې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت په پرله پسې ډول لوړ شوی، خو د افغانۍ ارزښت تر ډیره د خوراکي او اړتیا وړموادو د بیو د کمیدو سره مرسته نه ده کړې.

عبدالرحمان ځیرک هم وايي: "متاسفانه د خوراکي موادو په مارکیټونو کې تر څومره اندازه، چې ډالر راټیټ شوی دی په هغه اندازه باندې د خوراکي توکو بیې نه دي ټیټې شوې."

د خوراکي توکو بیې په داسې حال کې لوړې ختلي، چې په افغانستان په اکثرو برخو کې د خوراکي توکو د حاصلات په ځانګړي ډول غنمو د حاصلاتو ټولول پیل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کرهڼې اوبولګولو وزارت سرپرست وزیر عطاالله عمري په دې وروستیو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې سږ کال تر اوسه د غنمو پنځه میلیونه مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي.

خو د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیوایف پي په افغانستان کې د درېیم پرله پسې کال وچکالۍ او د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د غنمو پر کروندو د ملخانو یرغل ته په اشارې سره ویلي ښایي دا هېواد به د غنمو له کمښت سره مخامخ شي.

د خوړو د نړیوال پروګرام په روان ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د ۳۰ او ۳۵ فیصدو ترمنځ د غنمو د حاصلاتو کمښت اټکل کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG