د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانۍ ارزښت ولې لوړ شوی؟


د افغانۍ بیه په داسې حال کې لوړه شوې ده چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان باندې بندیزونه لګېدلي دي.
د افغانۍ بیه په داسې حال کې لوړه شوې ده چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان باندې بندیزونه لګېدلي دي.

امریکايي خبري رسنۍ بلومبرګ وايي، په تېرو دریو میاشتو کې د افغانۍ ارزښت نهه سلنه او په تېر یو کال کې ۱۴ سلنه زیات شوی دی. خو په پاکستان کې تېر یو کال کې د روپۍ ارزښت ۲۲ سلنه کم شوی دی.

د افغانۍ بیه په داسې حال کې لوړه شوې ده چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان باندې بندیزونه لګېدلي دي.

د افغانۍ د لوړې بیې درې دلیلونه ښودل کېږي. لومړی، افغانستان ته په میلیارډونو ډالرو مرستې روانې دي. دویم، د ګاونډيو هېوادونو سره سوداګري زیاته شوې ده. او درېیم، د طالبانو ځینې ګامونه، لکه د بهرنیو اسعارو پر استعمال محدودیتونه او له هیواده د ډالرو د قاچاق مخنیوی.

خو افغانۍ به همداسې لوړه پاتې شي؟

د پیسو د نړیوال صندوق پخوانی چارواکی زبېر اقبال وايي، د اقتصاد پالیسۍ انتخابونه چې تر اوسه طالبانو کړي دي، عملي ګامونه نه دي او ډیر دوام به ونکړي.

هغه وايي: "په اصل کې داسې نه شي کېدای او د ډالرو انتقال به وي او له هېواده به د سرمايې پرواز وي. افغان ولس به د سرمایې د ایستلو لار ومومي او د ډالرو وتل به پیل شي."

د پیسو نړیواله اداره (ای ایم ایف) د تېرو څو میاشتو راهیسې وايي چې په نړۍ کې د امریکايي ډالر په ارزښت کې پرله پسې زیاتوالي د نورو هېوادونو د اسعارو بیې کمې کړي خو د بلومبرګ موندنې ښيي چې په تېرو دریو میاشتو کې د کولمبیا او سريلانکا نه وروسته، افغانستان درېیم هېواد دی چې د پولي واحدبیه یې لوړه شوې ده.

خو زبېر اقبال وايي دا د ښه اقتصاد ښکارندويي نه کوي. هغه وايي، یوازې د افغانۍ د ارزښت لوړېدل د اقتصادي ودې په مانا نه دي.

هغه زیاتوي: "د طالبانو حکومت یو انتخاب کړی او انتخاب یې دا دی چې دوی د ډالرو راټولولو ته اجازه ورکوي نه دا چې مصرف یې کړي ځکه چې دوی غواړي د هر ډول احتمالي بندیز په وړاندې ځان خوندي کړي."

د افغانۍ په بیه کې د لوړوالي یو لوی علت هغه بشري مرستې ښودل کیږي چې د پیسو یا ډالرو په شکل کې کېږي خو د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالې ادارې د روانې میاشتې په سر کې ویلي وو چې په کمکونو کې د کمي له امله به د اکتوبر د میاشتې نه به مرستې کموي او یوازې درې مېلیونه خلکو سره به مرستې کولی شي.

د اقتصادي چارو شنونکی اصف ننګ وايي، د ګاونډیانو سره سوداګرۍ او بیا په تېره پاکستان ته د سکرو صادراتو، زیاتو مالیو او ګمرکونو هم د څه مودې راهیسې په افغانۍ فشار کم ساتلی دی.

ننګ وايي: "د افغانۍ لوړه بیه به تر څو پاتې شي؟ دا به وکتل شي ځکه چې د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، هېواد په لوړه کچه د بې روزګارۍ سره مخ دی او نږدې دوه برخې نفوس د اړینو توکو د تر لاسه کولو لپاره لاس او پښې وهي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG