د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښاریان: طالبان باید د شیعه ګانو د جوماتونو امنیت وساتي


د اکټوبر په اتمې په کندز کې د اهل تشیع په جومات د شوي ځانمرګي بریدو وروسته حالت
د اکټوبر په اتمې په کندز کې د اهل تشیع په جومات د شوي ځانمرګي بریدو وروسته حالت

د کابل یو شمیر ښاریانو د رویټرز خبري اژانس ته د جمعې په ورځ اکټوبر ۲۲ ( تلې ۳۰) ویلي دوی هیله مند دي چې طالبان به د شیعه ګانو د جوماتونو او نورو مذهبي ادارو امنیت وساتي.

کابل ښاریان په داسې حال کې دغه هیله څرګندوي چې په تېرو دوو جمعو کې په کندز او کندهار کې د شیعه ګانو په جوماتونو باندې د داعش د ډلې په بریدونو کې له سلو زیات کسان ووژل شول.

د کابل یو اوسېدونکی عبدالمتین ملنګ وايي:" هزاره ګان زمونږ وروڼه او هیوادوال دي. دوی زمونږ د خپل د بدن د غړو حیثیت لري. ټول انسانان خدای پیداکړیدي. په دوی باندې ځانمرګي بریدونه ښه کار نه دی. داعش او که کوم بل څوک یې کوي، باید نور دغه کار ونه کړي."

په کندز او کندهار کې د شیعه ګانو په جوماتونو باندې د داعش د ډلې له ځانمرګو بریدونو وروسته اوس په کابل او د هیواد په نورو برخو کې هزاره ګان او شیعه ګان په ډاډه زړه خپلو جوماتونو ته نشي تللی، ځکه ویریږي چې په دوی باندې به هم د داعش له خوا برید وشي.

د کابل ښار یو شیعه اوسېدونکی آصف لعلي وايي ، هر خت چې له کوره بهر وځي خپل ژوند په خطر کې احساسوي.

هغه وايي:" مونږ په هر لحاظ وېرېږو، حتی د سړک پرسر وېرېږم، هڅه کوم چې د اصلي سړکونو پرځای د فرعي سړکونو او کوڅو له لارې لاړشم ، ځکه هر ځای چې سړک بند وي یا ګڼه ګوڼه زیاته شي، مونږ د ته ځانمرګي برید ویره پیداکیږي، ځکه زمونږ خلک واقعاً د داعش د بریدونو له ګواښ لاندې دي."

که څه هم د افغانستان په تیر شل کلن جنګ په زرګونو ولسي خلک په ځانمرګو بریدونو او چاودنوکې وژل شویدي خو دداعش ډلې د افغانستان په شیعه ګانو باندې د خپلو بریدونو تمرکز زیات کړیدی. د تیر حکومت پرمهال د هزاره اقلیت په غونډو، ښوونځیو او جوماتونو باندې د داعش په بریدونو کې په سلګونو کسان وژل شویدي.

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی حسین رحیمي وايي هروخت چې جومات ته ځي کلیمه وايي، ځکه نه پوهیږي چې بیرته به ژوندی راشي که مړ.

د هغه یوه خور چې د دولسم ټولګي زده کوونکې وه، د روان کال د مې په میاشت کې د هغوی په ښوونځي‌ باندې په برید کې ووژل شوه.

طالبانو ژمنه کړې چې د شیعه ګانو د مسجدونو د امنیت لپاره به امنیتي تدابیر زیات کړي.

د کندهار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندان مولوي عبدالغفار محمدي، د تیرې جمعې په ورځ په کندهار کې د شیعه ګانو په یوه جومات باندې له برید وروسته وویل چې د شیعه ګانو د مسجدونو د ساتنې لپاره به خپل کسان وګوماري، تر دې د مخه د دغو جوماتونو امنیت د هغو سیمه ایزو رضاکارانو له خوا نیول کېده چې د وسلې د ګرځولو خاصه اجازه یې لرله.

XS
SM
MD
LG