د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې «تمیم شنسب» او ساتونکې له ۲۳ساعته مقاومت وروسته ونیول شول


د کابل امنیه قومانداني وايي، په شهرنو سیمه کې د «تمیم شنسب» په ګډون د هغه ۱۸ ساتونکي نن غرمه نیولي دي نښته پای ته رسېدلې ده.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد نن سې شنبې امریکا غږ ته وویل چې له یادو کسانو څخه ۱۵ میله سپکې او درنې وسله هم نیول شوي‌ دي.

هغه وویل چې په دغه څه باندې ۲۳ساعته مقاومت کې د «تمیم شنسب» وسله والو ته تلفات اوښتي خو زیاته کړه چې کره معلومات یې معلوم نه دي.

پر همدې مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل چې د تمیم شنسب په نوم کس د یوه خصوصي شرکت مسؤل دی.

ښاغلي دانش وویل په کوم کور چې تمیم شنسب اوسېدی پر دغه کور باندې حقوقي دعوه وه چې د محکمې د حکم لمخې باید نوموړي دغه کور تخلیه کړی وای چې وسله وال مخالفت یې وکړ.

نوموړي زیاته کړه چې د تمیم شنسب په شمول له ټولو نیولو شوو کسانو څخه څېړنې کېږي او قانون ته به وسپارل شي.

پخواني‌ معلومات:

د کابل ښار د شهرنو اړوند د حاجي یعقوب په څلور لارې کې د «تمیم شنسب» په نوم کسان له تېرې ورځې راهیسې له پولیسو سره مقاومت کوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي نن سې شنبې د «لېندۍ پر ۱۳مه» امریکا غږ ته وویل چې یاد وسله وال کسان له ودانۍ څخه پر پولیسو د غټو او کوچنیو وسلو چې راکټ هم پکې شامل دی ډزې کوي.

ښاغلي رحیمي وویل چې، دغه کور د امنیتي ځواکونو لخوا کلابند دی او د «تمیم شنسب» له وسله والو څخه درې تنه په ټپي حالت کې نیول شوي او د درملنې په هدف د پولیسو روغتونو نه انتقال شوي دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې د دغه کور پر شااخوا دوه تنه نور وسله وال هم د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې له نن سهار راهیسې په دغه کور کې کلابند وسله والو ډزې نه دي کړي.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

نوموړي زیاته کړه:"لا هم دننه د دغه شخص ساتونکي چې مخکې مقاومت کاوه هلته شتون لري، امنیتي ځواکونو کور کلابند کړی دی، او هڅه د دې کېږي چې دوی ټول ژوندي‌ ونیول شي."

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغه نښته کې تېره ورځ یو پولیس وژل شوی ۶ نور ټپیان شوي چې د یو پولیس روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

پولیسو تېره ورځ شااوخوا دوې بجې د کابل ښار په شهرنو سیمه کې د محکمې د حکم په اساس غوښتل چې یو کور تخلیه کړي چې په دغه کور کې د مېشت تمیم شنسب د ساتونکو له مخالفت سره مخامخ شول.

یادو کسان له تېرې ورځې راهیسې له پولیسو سره مقاومت کوي
یادو کسان له تېرې ورځې راهیسې له پولیسو سره مقاومت کوي

دغه مخالفت په وسله واله نښته واوښت چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو لمخې تر اوسه دوام لري.

د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ له امریکا غږ سره خبرو کې وویل چې تمیم شنسب د افغانستان د پخواني دفاع وزیر رحیم ودرګ له دوستانو څخه دی، خو د رحیم ودرګ دفتر ویلي چې دوی په دې قضیه کې هېڅ ډول لاس لرل نه لري.

XS
SM
MD
LG