د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار کې د انلاین ټکسي خدمات عادي شوي


په کابل کې د چوک سیمه
په کابل کې د چوک سیمه

د ټلیفون له لارې د ټکسي خدماتو لړۍ د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې کارول کیږي، خو دغه لړۍ په ۲۰۱۸ کال کې په امتحاني ډول افغانستان کې پیل شوه.

د بُبر په نامه یو انلاین اپلیکیشن د افغانستان هولډنګ ګروپ شرکت له خوا ډیزان شوی چې دغه خدمات په کابل ښار کې وړاندې کوي.

تېره اونۍ د دغو خدماتو امتحاني ډول عادي لړۍ ته راوګرځېده او د یاد شرکت د چارواکو په وینا اوس مهال په کابل ښار کې یې تر ۳ زره کیلو مترو مصافه د پوښښ لاندې نیولې.

عبدالباري احمدزی د بُبر خدماتو یو چارواکي امریکا غږ ته وویل: "اوس مهال زموږ خدمات د امتحاني پړاو نه عادي ډول ته راغلي او ۲۵۰ ټکسي زموږ خدمتونه خلکو ته وړاندې کوي."

په عادي ډول د افغانستان په ښارونو کې د ټیکسي لږښتونه ثابت نه دي.
په عادي ډول د افغانستان په ښارونو کې د ټیکسي لږښتونه ثابت نه دي.

​د ښاغلي احمدزي په وینا بُبر دوی د خدماتو په مقابل کې د قیمتونو کچې هم ثابتې کړي دي یعنې که یو کس د بُبر ټکسي په واسطه چېرې ځي د تګ لږښت او مصافه ورته مخکې له مخکې ویل کیږي.

په عادي ډول د افغانستان په ښارونو کې د ټیکسي لګښتونه ثابت نه‌دي، له همدې امله ټکسي چلوونکي او مسافر پرې چنې وهي.

د بُبر اپ پر آیفون او نورو ځیرکو ټلیفونونو کارول کیدلې شي او په اپ سټور په وړتیا ترلاسه کیداې شي.

کابل ښاریان د بُبر اپ په کارولو کولی شي خپل موقعیت ته ټکسي وغواړي او هغه ځای ته چې ځي موټر چلوونکي ته یې په ګوته کړي.

د ببر د لمړنیو کاروونکو له ډلې یوه هم مېرمن معصومه حسیني ده.

هغې امریکا غږ ته وویل: "کله چې کوم ځای ته د تګ نیت لرو او د سړک پر غاړه عامې ټکسي ته په تمه کیږي له ځینو کسانو له خوا راته مزاحمت کیږي خو بُبر دا اسانیتا رامنځ ته ګړې چې ټکسي د کور شاته راشي او خپل مقصد ته مو ورسوي."

هغه وايي د ببر کارول اسانه او عامو ټکسیانو ته په کتو سره امن خدمتونه وړاندې کوي.

په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو له امله د ښځو سفر کول ته اندېښنې شته خو اوس تمه دا ده چې د بُبر خدمتونه دغه اندېښنې له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG