د لاس رسي وړ اتصالات

هوسانه، په افغانستان کې د ښځینه متشبثینو د فعالیت بیلګه


په کابل کې یوې میرمنې د خپل خاوند په مرسته د پیرکیو یو رستورانت جوړ کړې.
په کابل کې یوې میرمنې د خپل خاوند په مرسته د پیرکیو یو رستورانت جوړ کړې.

حمیرا وايي خاوند یې په چارو کې ډېر ملاتړ کوي. د حمیرا خاوند چې پخوا یې ټکسي چلوله اوس د خپل رستورانت له کاروباره خوښ دی او وايي چې هر افغان باید په کار کولو کې د خپلې میرمنې سره همکاري او ملاتړ وکړي.

د ښوونځي ښوونکې حمیرا د تدریس ترڅنګ د کابل ښار په یوه څنډه کې د هوسانې په نوم یو رستورانت جوړ کړی دی، له حمیرا سره په دغه کار کې د هغې خاوند هم مرسته کوي. هغه وایي د ‫خپلې دندې ترڅنګ دغه رستورانت کې کار کوي.

حمیرا په دې باور ده که یو څوک په یوه برخه کې مهارت ولري، کولای شي خپل شخصي کاروبار پیل کړي. حمیرا وایي د میرمنی او خاوند تر منځ د همکارۍ روحیه باید وي.

د حمیرا خاوند وايي د میرمنې سره په ګډه کار کول یوه ښه تجربه ده، او د میرمنې ملاتړ یې په اقتصادي وضعیت کې مثبت تغییر راوړې. د هوسانې د رستورانت پیرکي، منتو، آشک او نور محلي خواړه ډېر مینه وال لري، مهریه چې هر وخت د پیرکیو اخیستو لپاره ورځي وايي چې دا خواړه صحي دي.

د حمیرا په ورځني ژوند او هڅو د امریکاغږ خبریال هدایت الله نوري دا راپور جوړ کړې.

هوسانه
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په أفغانستان کې په پراختیایي پروګرامونو د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډيرې پیسې لګول شوي دي. د امریکا نړیاله پراختیایي اداره په أفغانستان کې د ټولو څخه د لوی دوه اړخیزه مرستندویه پروګرام وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG