د لاس رسي وړ اتصالات

کابل پوهنتون بیرته د محصلینو پر مخ پرانیستل شو


پر کابل پوهنتون برید په پراخه کچه وغندل شو
پر کابل پوهنتون برید په پراخه کچه وغندل شو

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، پر کابل پوهنتون تر برید دوې ورځې وروسته پوهنتون نن بیرته د محصلینو پر پرمخ پرانیستل شو.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند پوهنیار حمید عبیدي نن چهارشنبه اکتوبر څلورمه (لړم۱۴) امریکا غږ ته وویل چې د پوهنتون د ادارې لخوا هم ټولو محصلینو ته خبر ورکړل شوی چې نن خپلو درسونو ته حاضر شي.

ښاغلي عبیدي زیاته کړه چې نن ورځ هم زیات شمېر محصلین او استادان خپلو درسونو ته حاضر شوي دي.

هغه وویل: "محصلین به راځي، استادان هم راغلي دي، درسونه نن رسماً پيل شول."

نوموړي زیاته کړه چې تیره ورځ د لوړو زده کړو او کابل پوهنتون رهبري شورا او ولسمشرۍ ماڼۍ استازو په ګډه غونډه کې د کابل پوهنتون د بیرته پرانیستلو پرېکړه وکړه.

هغه وویل چې د دې ترڅنګ د پوهنتون د امنیت ټینګېدو په اړه جدي پرېکړه وشوه.

ښاغلي عبیدي وویل: "له امنیتي ارګانونو سره پوره همغږۍ شوې ده چې په پوره تدابیرو سره به دوی د کابل پوهنتون د ټول چاپېریال امنیت ساتي او درسونه به سر له نن څخه په نورمال توګه ادامه پیدا کوي."

پر همدې مهال د کابل پوهنتون ادارې هم د یوې اعلامیې په خپرولو له ټولو محصلینو څخه غوښتي چې سر له نن چهارشنبې خپلو درسونو ته حاضر شي.

یادې ادارې د کابل پوهنتون د لیلیو نارینه او ښځینه محصلینو ته هم خبر ورکړی چې خپلو لیلیو ته حاضر شي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په دغه پوهنتون کې شا او خوا ۲۵زره مصلین زده کړي کوي.

دغه پوهنتون ۹۰۰۰ استادان او ۱۹۰۰ ادارې کار کوونکي لري.

پر کابل پوهنتون د تیرې دوشنبې په ورځ وسله وال برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او ۲۲ تنه نور ټپیان شول چې د چارواکو په وینا اکثره یې محصلین و.

دغه برید چې مسؤلیت داعش ډلې منلی په کور دننه او بهیر په پراخه کچه وغندل شوو.

XS
SM
MD
LG