د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ژوبڼ بیرته د سیلانیانو پر مخ پرانیستل شو


عادي ورځو کې دغه بڼ نه ۲ او په رخصتیو ورځو کې تر ۱۵ زرو سیلانیان لیدنه کوي
عادي ورځو کې دغه بڼ نه ۲ او په رخصتیو ورځو کې تر ۱۵ زرو سیلانیان لیدنه کوي

د کابل ژوبڼ د څلور میاشتني ځنډ وروسته نن د سیلانیانو پر مخ خلاص شو.

د ژوبڼ چارواکي وايي چې په دې مودې کې د ګرځبندیز له امله ورته رسېدلی تاوان لږ تر لږه ۱۵ میلیونو افغانیو ته رسیږي.

عزیز ګل ثاقب د کابل ژوبڼ مشر په دې اړه نن سه شنبه جولای۲۱ (چنګاښ ۳۱) امریکا غږ ته وویل: "ژوبڼ ته د کال په لومړیو میاشتو کې د سیلانیانو شمېر ډېر وي له همدې امله موږ له مالي پلوه لږ تر لږه ۱۵ میلیونه افغانۍ تاوان کړی."

ښاغلي ثاقب زیاته کړه چې د کرونا ویروس د لا خورېدو د مخنیوي لپاره په ژوبڼ کې رسټورانټونه تړلي دي او لیدونکي د صحي لارښوونې باید مراعات کړي.

څلور میاشتې کله چې افغانستان کې د کرونا ویروس د لا خورېدو اندېښنې په ډېرېدو وې، د تفریحي، ورزشي او د زده کړو بنسټونو فعالیت وځنډول شو.

افغانستان کې تر ټولو لوی او لرغونی ژوبڼ د کابل ژوبڼ دی چې په ۱۳۴۶ هجري لمریز کال کې پرانیستل شوی دی.

د رپوتونو پر اساس عادي ورځو کې دغه بڼ نه ۲ او په رخصتیو ورځو کې تر ۱۵ زرو سیلانیان لیدنه کوي.

XS
SM
MD
LG