د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې یوه پړانګه په کروناویروس اخته شوې


د برانکس ژوبڼ مسولین وايي په ژوبڼ کې شپږ نور پړانګان او زمریان هم د کروناویروس علایم لري
د برانکس ژوبڼ مسولین وايي په ژوبڼ کې شپږ نور پړانګان او زمریان هم د کروناویروس علایم لري

د امریکا په نیویارک ایالت کې چارواکي وایي‌ چې د برونکس پارک په ژوبڼ کې یوه څلور کلنه پړانګه په کروناویروس اخته شوې ده.

د ژوبڼ چارواکي وایي‌ چې د دغې پړانګې معاینات یې کړي ‌او معلومه شوې ده چې هغه په دغه ویروس ککړ دی.

په ژوبڼ کې په شپږو نورو پړانګانو کې هم د کروناویروس ځينې نښې نښانې لیدل شوي خو مسولین وايي چې هغوی مخ په ښه کېدو دي.

دا تر دې دمه دوشنبه اپریل ۶ (وري ۱۸) په امریکا او نړۍ کې لومړنۍ پړانګه ده چې د کرونا په دغه وژونکي ویروس اخته کیږي. دغه مالیزیايۍ پړانګه نادیه نومیږي.

ګمان کیږي چې دې ته د ژوبڼ د یو کارکوونکي له لوري هغې دا ویروس انتقال شوی اوسي خو هغه کارکوونکی لا په دغه ویروس اخته شوی نه دی.

تر دې مخکې له هانګ کانګ څخه هم ځینې راپورنه خپاره شوي وو چې یوه پېشو په کرونا اخته شوې ده.

د نیویارک د برونکس ژوبڼ د مارچ له ۱۶ راپدیخوا تړل شوی او سیلانیان د حیواناتو لیدلو ته نه پرېښودل کیږي.

نیویارک دا مهال په امریکا کې د کروناویروس اصلي مرکز بلل کیږي. کرونا دغلته تر دې دمه څه باندې ۴۰۰۰ کسان مړه کړي او لسګونه زره نور په دغه ویروس اخته دي.

د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون د کروناویروس د معلوماتو ټولولو مرکز وايي‌ چې تراوسه په ټولې امریکا کې څه باندې ۹۶۰۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۷۰زره نور پرې اخته دي.

دا ویروس په لومړي ځل د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې ولیدل شو چې دا مهال په ټولې کې نړۍ کې خپور دی.

XS
SM
MD
LG