د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې موټر بم چاودنې ۱۰ تنه ټپیان کړي


د کندهار ښار د یوولسمي امنیتي حوزې اړوند لومړۍ عینو مېنه کې موټر بم چاودنې لس تنه ټپیان کړي دي.

دغه پېښه تېر شپه نژدې دولس بجې د «غبرګولې پر ۲مه» رامنځته شوي چې ویل کېږي قربانیان یې ټول ښځې او ماشومان دي.

چاودنه ډېره زوره وروه چې له کبله يې په سیمه کې درې کورونه په بشپړه توګه له‌منځه تللي او یو شمېر نور یې هم څه ناڅه زیانمن کړي دي.

د کندهار پوليس مقامات وايي، چې موټر بم چاودنه د ملي امنیت د يوه پخواني مرستیال له کور سره نږدې رامنځته شوې ده.

د کندهار امنیه قومنداني د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي چې په پېښه کې د ملکي خلګو په کورونو کې شپږ ماشومان او څلور ښځي ټپیاني شوي.

خبرپاڼه زیاته وي"موټر بم چاودنه د کندهار د ملي امنیت د مخکني ښاري مدیر ظاهر خان د کور سره نژدې رامنځته شوې، دا چي د برید موخه څه وه په اړه يې تحقیقات دوام لري."

د کندهار امنیه قومنداني هغه معلومات هم ردوي چې ګواکي د برید موخه د لاغر بکټي په نوم یو بلوڅ وو.

مطبوعاتي اعلامه د امنیه قومندان مل پاسوال تادین خان له خولې زیاته وي:"د پېښي په سیمه کې د بلوڅانو شتون یو بې ځایه او درواغجنه ادعا ده او د برید هدف به تر تحقیقاتو وروسته معلوم شي."

تر اوسه چا د دې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG