د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د اهل تشیع امام بارې ته نژدې چاودنه شوې


په کندهار ښار کې نن د جمعې د لمانځه پر وخت د مرکزي امام بارې مخ ته د موټر سایکل بم په چاودنه کې ۳ تنه ټپیان شوي.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي اشنا راډیو ته وويل چې له چاودېدونکو توکو ډک موټرسائکل د امام بارې په پارکینګ کې چاودنه کړې.

دی زیاته وي چې د پېښي په لومړیو کې دوه تنه ټپیان روغتون ته انتقال شوي.

عزیز وويل:"څو شېبې مخکې د لومړۍ ناحيې اړوند د امام بارې مخ ته د موټر سایکل بم چاودنه شوې او ۲ تنه پکښې ټپیان شوې نور جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک شي."​

ده وويل چې امنیتي ادارې د پېښي د څرنګوالي په اړه تحقیقات کوي.

مرکزي امام باره د لومړۍ ناحيې په اړوند سیمه کې موقعیت لري چې د ښار تر ټولو مرکزي سیمه بلل کیږي.

بلي خواته د پېښي عیني شاهدان وايې چې په پېښه کې ۳ تنه ټپیان شوي.

د پېښي یوه عیني شاهد مرتضی اشنا راډیو ته وويل چې د جمعې د لمانځه تر اداینې وروسته لمونځ کوونکي د تګ په حال کې وو چې چاودنه رامنځ ته شول.

ده زیاته کړه چې له پېښې څخه ۳ تنه ټپیان میرویس حوزوي روغتون ته لیږدول شوي.

دا په کندهار کې پر اهل تشیع باندې د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده چې رامنځته کیږي.

په کندهار کې اهل تشیع تر ډېره په لومړۍ ناحیه کې اوسیږي او لویه جامع يې د مرکزي امام بارې په نوم شهرت لري.

تر اوسه چا د دې بريد مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG