د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې ٧۴ قابله گانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل


د ښځینه روغتیا په برخه کې دغو تازه فارغه شویو قابله ګانو ته د ځانګړي اهمیت په سترګه کتل کیږي. ځکه د کندهار په دود پاله ټولنه کې لاهم لویه برخه میندې د قابله ګانو له څار پرته زیږون تر سره کوي,خو د صحي علومو دا تازه فارغین وايې چې دوی به د کړي ژمني سره سم د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې په ټولنه کې زیات کوښښ وکړي چې ښځینه ناروغانو ته پر وخت طبي خدمتونه ورسوي.

روغتیايي مسولین بیا وايې چې په کندهار کې د ښځینه روغتیايي خدمتونو د وړاندي کولو د کچې له لوړیدو سره د میندو په روغتیايي وضعیت کې د پام وړ ښه والی راغلی.بلي خواته د قابله ګی له تحصیلي دورې څخه تازه فارغیني وايې چې د کورنیو په منځ کې هم د قابله ګۍ مسلک ته زیاته هڅونه تر سره کیږي.

د دغو تازه ښځینه فارغینو د کورنۍ غړي هم وايې چې د ټولنې اړتیا ته په کتو سره يې د خپلي کورنۍ ښځینه غړي تعلیم ته هڅولي.

د کندهار د عامي روغتیا ریاست د شمېرو له مخې دامهال پدې ولایت کې تر ۷۵ سلنه زیات ولادتونه د قابله ګانو تر څارنه لاندي تر سره کیږي.د کندهار د عامي روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر احمدالله فیضي وويل چې د مور او ماشوم د روغتیايي خدمتونو د وړاندي کولو په برخه کې د قابله ګانو حضور تر پخوا څو برابره زیات شوی او پدې برخه کې دوی د پام وړ پرمختګ کړی.

په کندهار کې دامهال د نیمه طبي زده کړو درې انستیتیوته فعالیت لري چې تر څلور سوه پوري ښځینه محصیلي پکښې د نیمه طبي زده کړو په بیلا بیلو برخو کې په زده کړو بوختي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG