د لاس رسي وړ اتصالات

خرم: امریکا په بشپړه توګه له افغانستان څخه نه وځي


ښاغلی خرم ادعا کوي چې امریکا په افغانستان کې زرګونه محلي ملېشې روزلي
ښاغلی خرم ادعا کوي چې امریکا په افغانستان کې زرګونه محلي ملېشې روزلي

د افغانستان د مخکني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس او د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر عبدالکریم خرم وايي امریکا په بشپړه توګه له افغانستان څخه نه وځي.

ښاغلي خرم امریکا غږ سره په ځانګړې په مرکه کې ویلي چې هغه په دې باور دی که امریکا په مطلق ډول له افغانستان څخه ووځي، ډیره تکیه به یې پر محلي ملیشو وي.

ښاغلی خرم ادعا وکړه چې امریکا په افغانستان کې ملیشې روزلي او تجهیز کړي دي. هغه د دغو ملیشو په اړه ډېر زیات جزیات ورنکړل، خو وویل چې دا ملیشې په بیلابیلو نومونو فعالې دي چې د هغه په خبره یوازې په خوست ولایت کې لږترلږه ۱۲۰۰۰ ملیشې شته دی.

د دغه پخواني افغان چارواکي په وینا لا اوس هم یو شمیر هېوادونه د افغانستان د سولې په چارو کې لاس وهي. هغه اندېښنه وښوده که د سولې مذاکرات پیل نه شي، د افغانستان لپاره به یو بد حالت وي.

ښاغلی خرم وايي د بندیانو د خوشې کیدو په اړه د طالبانو تازه شرط کومه نوې خبره نه ده، ځکه په وینا یې چې امریکا د سولې په توافق کې ورسره ژمنه کړې ده.

تازه طالبانو ویلي که افغان حکومت د دوی بندیانو خوشې کړي، چمتو دي چې له اختر څخه وروسته مذاکرات پیل کړي. د پخواني ولسمشر د دفتر مشر ښاغلي خُرم په وینا اوس غوره ده چې بندیان خوشې شي.

له ښاغلي عبدالکریم خرم سره د امریکا غږ د خبریال وحید فیضي بشپړه مرکه دلته کتلای شئ:

XS
SM
MD
LG