د لاس رسي وړ اتصالات

قطر: د طالبانو د حکومت رسمي پېژندنه اوس لومړیتوب نه دی 


طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او بیا یې خپل سرپرتس حکومت اعلان کړ، لا هېڅ هېواد په رسمي پېژندلي نه دي
طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او بیا یې خپل سرپرتس حکومت اعلان کړ، لا هېڅ هېواد په رسمي پېژندلي نه دي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی سلاکار مطلق القحطاني وايي چې د اوس لپاره د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندلو مسئله دوی ته اولویت نلري.

نوموړي‌ د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (تلې۲۳) په قطر کې په یوې امنیتې غونډې کې وویل چې نړۍ باید په افغانستان کې له نوې ادارې سره دخیله شي او تمرکز په بشري مرستو وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې په طالبانو غږ وکړ چې د یوې «مسئولې ادارې» په شکل عمل وکړي، د ښځو د تعلیم او کار د حقونو درناوی دې وکړي.

هغه وویل: «موږ فکر کوو چې دا (رسمي پېژندنه) اولویت نلري. بشري مرستې، تعلیم او د خلکو د وتلو ازاده لار تر هر څه ډېر لومړیتوب لري.»

رویټرز خبري اژانس وايي‌ چې ښاغلي‌ القحطاني ټېنګار وکړ چې باید د طالبانو له حکومت سره « ګډ کار، زیاته همکاري او مرستې وشي».

قطر له طالبانو سره نژدې اړیکې پالي او په دوحه کې د طالبانو دفتر هم شته. قطر همدغه راز د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون کوربتوب هم وکړ.

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او څو ورځې وروسته یې خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه، مګر د پاکستان په ګډون د نړۍ هېڅ یو هېواد هم تر دې دمه په رسمیت پېژندلي نه دي.

نړۍ د نورو شرایطو تر څنګ له طالبانو غواړي چې همه شمول حکومت جوړ کړي، بشري حقونه او په خاص ډول د ښځو او نجونو د کار او تعلیم د حقونو درناوی دې وکړي.

XS
SM
MD
LG