د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: اوکراین دې د افغانستان له تجربو زده کړي، د سترو ځواکونو لوبو کې دې ښکیل نشي  


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې اوکراین باید د افغانستان له تجربو څخه زده کړه وکړي او اجازه ورنکړي چې ستر ځواکونه پدې هیواد کې نیابتي جګړه پرمخ بوځي.

ښاغلي کرزي د هندو ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: "زمونږ په څیر هیوادونه، افغانستان او اوکراین، باید د سترو ځواکونو په لوبو کې دخیل نشي. نتیجه یې دا وه چې تل تر پښو لاندې شوې."

هغه د روسیې د یرغل سره د مقابلې لپاره اوکراین ته د بهرنیو جنګیالیو ورتګ ته په اشارې وویل که د اوکراین د مشر په ځای وای، دې کار ته مې دوام نه ورکاوه. ښاغلي کرزي وویل: "بهرني جنګیالي افغانستان ته هم راغلل او افغانستان ته د هغو لکه القاعده او اسامه بن لادن او نورو د راتګ نتیجه مو ولیدله...تر ننه ترې رنځیږو."

پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې بهرنیو جنګیالیو ته اجازه ورکوي د روسیې د یرغل سره د مقابلې لپاره اوکراین ته داخل شي.

دوه ورځې مخکې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وویل لږ تر لږه ۲۰زره بهرني جنګیالي د روسیې پوځیانو په وړاندې د جګړې لپاره اوکراین ته رسیدلي.

د افغانستان پخواني منتخب ولسمشر د افغانستان د اوسنیو اقتصادي ستونزو له بیکارۍ څخه نیولې تر بانکي سکتور پورې په ګوته کړې او هیله یې څزګنده کړه چې د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانستان وضعیت بدلون ومومي. خو بیا هم ښاغلي کرزي د هندو ورځپاڼې ته ویلي چې د اوکراین کړکیچ افغانستان د نړیوالې پاملرنې له مرکز څخه څنډې ته کړی دی.

ښاغلي کرزي د ایران د اسلامي جمهوریت د تلویزیون (صدا و سیما) خپرونې سره په یوې بلې مرکې کې په افغانستان کې د یو ټولشموله او پراخ بنسټه حکومت په رامنځته کیدو ټینګار کړی دی.

ښاغلي کرزي په دې اړه خوښي څرګنده کړې ده افغانستان نور د جګړې ډګر ندی، خو وايي: "خو بیا هم هغې سولې او ثبات ته چې زمونږ په اتحاد کې نغښتې نه یو رسیدلي چې هر افغان د هیواد په تصمیم نیونو کې شریک اوسي."

ښاغلي کرزي هیله څرګنده کړې چې د طالبانو حکومت ملي رای او ارادې ته مراجعه وکړي تر څو د هغه په وینا د "لویې جرګې" په جوړولو سره د افغانستان د ټولو خلکو د خوښې او اساسي قانون او حکومت جوړ شي.

ښاغلي کرزي د ایران صدا ا و سیما ته وویل د افغانستان اوسنیو حاکمانو ته سپارښتنه کوي چې ایران ته د اوبو له ورکولو څخه ډډه ونکړي. هغه وویل: "د افغانستان او ایران د حکومتونو او د رسمي موافقو څخه وړاندې لید لورې ته له پام پرته د ایران او افغانستان د دوو ملتونو ګاونډیتوب هم ایجاب کوي چې باید ایران ته اوبه ورکړو."

حامد کرزی، د سولې د عالي شورا پخوانی رئیس عبدالله عبدالله او د افغانستان د سنا پخوانی رئیس فضل‌هادي مسلمیار د هغو څو سیاسي څیرو څخه دي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته له دې هیواد نه ندي وتللي او لا هم پدې هیواد کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG