د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزی قطر ته تللی دی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی قطر ته د دې لپاره په سفر تللی دی چې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو او د سولې په هکله د قطر د چارواکو سره خبرې وکړي چې د افغانستان لس کلنې جګړې ته یوه حل لاره پیدا سي.

د فرانسپریس خبري آژانس د افغانستان د ولسمشر ښاغلي کرزي د ویاند ایمل فیضي له قوله ليکلي دي چې افغان پلاوی به دسولې په بهېر او طالبانو ته د یوه دفتر په پرانیستلو خبرې وکړي. ایمل فیضي دا خبرې قطر ته د ښاغلي کرزي له روانېدو نه مخکي کړي دي.

د ولسمشر کرزي سره په دې سفر کې د افغان حکومت یوشمیر معتبر غړې لکه د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، دملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا او نور ملګری مل دي.

د سږکال په پیل کې ښاغلي کرزي له طالبانو سره په بهر کې دخبر وسره په دې دلیل مخالفت درلودی چې داسي نه افغان حکومت له خبرو نه بهر پاتې شي. خو امریکا غوښتل چې طالبان د خبرو میز ته راشي ځکه چې ناټو خپلې محاربوي قواوې له افغانستان څخه په راتلونکو دوو کلونو کې وتلو ته چمتو کوي.

ښاغلي فېضي وویل که موږ غواړو چې افغانستان ته سوله راولوو، نو پکار ده چې مهمه ونډه باید د افغانستان د حکومت اړوند ارګان، د سولې عالي شوری وي. ځکه دا شوری د هرافغانستان د ټولو قومونو استاځي لري.
XS
SM
MD
LG