د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزی: داسې یو هېواد غواړو چې د هر چا لپاره وي

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې داسې یو افغانستان غواړي چې ښځې او نارینه په کې زده کړې او کار وکړای شي او هر څوک په کې خپل ځای ولري.

ښاغلي کرزي له فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په تازه مرکې کې د خپل جمهوري ریاست د فعالیتونو، د هغه وخت د جګړو، افغانستان د اوسني وضعیت، له طالب مشرانو سره د خپلو روابطو او ځینو نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

هغه په خپلو خبرو کې ټېنګار کړی چې په افغانستان کې باید ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار حق ورکړل شي.

ښاغلي کرزي د افغانستان د اینده په اړه د خپلې مرکې په یوې برخې کې ویلي دي چې "موږ داسې یو هېواد غواړو چې د هر چا لپاره وي،" او دا د یو هېواد لپاره ډېره حیاتي خبره ده چې لوستې نجونې او ښځې ولري او افغانستان ښځینه ډاکټرانو، ښوونکو، انجینرانو، قاضیانو، خبریالانو، سوداګرو او مشرانو ته اړتیا لري.

ښاغلي کرزي ویلي دي، "که موږ غواړو چې یوه خوځنده او ژوندۍ ټولنه واوسو، باید افغان نجونې ښوونځیو ته او ښځې کار ته ولاړې شي. "

پخواني ولسمشر همدغه راز ټېنګار کړی چې د افغانستان اینده باید د یووالي په اساس جوړه شي، نه په نفاق، او داسې یوه "سوله ایزه، خپلواکه او دیموکراته ټولنه وي چې هر وګړی په کې ځای" ولري.

ښاغلي کرزي تېره میاشت له بلومبرګ رسنۍ سره په مرکې کې ویلي وو که څه هم د طالبانو په واکمنۍ کې میرمنې کار نه شي کولای، نجونې زده کړې نه شي کولای او نور ګڼ مشکلات شته، خو په خبره یې افغانستان باید بیرته ورغول شي او دا کار د طالبانو په ګډون د ټولو افغانانو په همکارۍ سره کیدای شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې له بیا واکمن کېدو وروسته، د ښځو او نجونو په زده کړو، کار، سیاسي مشارکت او نورو خوځښتونو او ازادیو محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي.

نړیوالې ټولنې دا بندیزونه غندلي او ولسمشر کرزي هم په خپلو خبرو کې د دغو بندیزونو مخالفت کړی دی، خو طالبان دا د افغانستان داخلي مسئله بولي او وايي چې د «شرعیت په اساس» ښځو او نجونو ته حقوق ورکوي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG