د لاس رسي وړ اتصالات

د قزاقستان جمهور رئیس استعفی وکړه


نورسلطان نظربایوف، د قزاقستان د جمهور رئیس له ٣٠ کلنې واکمنۍ وروسته ناببره د خپل مقام نه گوښه شو.

خو ویل کیږي چې ښاغلي نظربایوف چې ۷۸ کلن دی د واکمن گوند د رئیس په توگه پاته شي او همداشان به د قزاقستان د امنیت شورا د رئیس په توگه هم خپلې دندې ته دوام ورکړي.

ښاغلي نظربایوف، په یو پیغام کې چې د تلویزیون له لارې خپور شو وویل "ما تصمیم نیولی چې د جمهور رئیس په توگه خپله دنده پریږدم."

هغه زیاته کړه "سږکال زمونږ د جمهوري ریاست ٣٠ کال دی. خلکو ماته دا فرصت راکړ چې د یو خپلواک قراقستان لومړنی جمهور رئیس اوسم."

تمه ده چې د قزاقستان د جمهوري ریاست راتلونکې ټاکنې په ٢٠٢٠ کال کې وشي.

خو د گوند د رئیس او د ملي امنیت د شورا د مشر په توگه د ښاغلي نظربایوف پاته کیدل هغه ته ددې اجازه ورکوي چې د قزاقستان په چارو کې زیات واک ولري.

د جمهوري ریاست له مقام نه د ښاغلي نظربایوف د گوښه کیدو اعلان که څه هم چې ناڅاپه وشو، خو ددې پیښې علایم له مخکې څرگندیدل.

XS
SM
MD
LG