د لاس رسي وړ اتصالات

خپلو پیروانو ته د ځان وژنې امر کوونکی مذهبي مشر د قتل په تور محاکمه کیږي

مذهبي مشر پال مکینزي تورن دی چې خپلو پیروانو ته یې ویلي چې خدای ته د رسېدو دپاره له لوږې ځانونه ووژني.
مذهبي مشر پال مکینزي تورن دی چې خپلو پیروانو ته یې ویلي چې خدای ته د رسېدو دپاره له لوږې ځانونه ووژني.

د کینیا څارنوالان وايي چمتو دي چې د یوې مذهبي فرقې مشر او ورسره تړلي په لسګونو شکمن کسان په رسمي ډول د خپلو لږترلږه ۴۰۰ پیروانو په وژلو او ترهګرۍ تورن کړي.

د "ګوډ نیوز نړیوالې کلیسا" مشر پال مکینزي تورن دی چې خپلو پیروانو ته یې ویلي چې خدای ته د رسېدو دپاره له لوږې ځانونه ووژني.

مکینزي د اپریل په میاشت کې وروسته له هغه ونیول شول چې د هند سمندر د څنډې په ځنګلونو کې لسګونه مړي وموندل شول.

د قضیې په اړه د څېړنو د اوږدېدو له کبله، له محاکمې وړاندې د هغه د توقیف موده تراوسه څو ځله غځول شوې ده.

خو د کینیا لویې څارنوالۍ د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۶) وویل: "د شواهدو له بشپړ تحلیل وروسته، لوی څارنوال ډاډمن دی چې د ۹۵ شکمنو کسانو د محاکمې لپاره کافي شواهد موجود دي."

دا اعلان وروسته له هغه وشو چې یوې محکمې تیره اونۍ څارنوالانو ته ۱۴ ورځې وخت ورکړ چې نیول شوی مذهبي مشر محاکمه او یا هم خوشې کړي.

مکینزي او له هغه سره تړلي کسان د قتل او ترهګرۍ له تورونو سره مخامخ دي.

د اپریل په میاشت کې د "نوي ژوند دعا" کلیسا مشر ایزکیل اوډیرو هم خپلو پیروانو ته د ثواب دپاره له لوږې د ځان وژنې د امر کولو په تړاو نیول شوی و.

هغه مهال د کینیا د مالنډي سیمې په ځنګلونو کې پولیسو په سلګونو د داسې کسانو مړي وموندل چې د عدلي طب د څېړنو له مخې، له لوږې مړه شوي و.

امنیتي چارواکو ویلي چې تراوسه یې د ۴۲۹ کسانو مړي موندلي دي.

د کینیا مقاماتو ژمنه کړې چې د داسې مذهبي مشرانو په وړاندې به اقدام وکړي چې "مذهب د عجیبو او نه منلو وړ ایډیالوژیو د خپرولو لپاره کاروي."

د کینیا د کورنیو چارو وزیر کیتوري کنډیکي دا ډول مذهبي مشران له ترهګرو سره پرتله کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG