د لاس رسي وړ اتصالات

لوړ پوړې امریکايي چارواکې د مصنوعي ځېرکتیا په اړه د اقداماتو غوښتنه وکړه


د متحدو ایالتونو د سایبري امنیت د مخکښې ادارې مشرې د ساینسپوهانو او د تکنالوژۍ د مخکښو شرکتونو مقاماتو ته ویلي دي چې مصنوعي ځیرکتیا د بشریت د ختمېدو لامل کېدای شي او باید د مخنیوي په اړه یې اقدام وشي.

د امریکا د سایبري او تاسیساتو د امنیت د ایجنسۍ مشرې جېن ایسټرلي د چهارشنبې په ورځ مۍ ۳۱ (جوزا لسمه) په یوې غونډې کې وویل: «که رښتیا هم دا فکر کوی چې دا وړتیاوې د بشریت ختمېدو ته لاره برابرولای شي، بیا راځئ چې په ګډه لاس په کار شو.»

نوموړې په واشنګټن کې د «اکسوز نیوز شاپرس» په یوې غونډې کې وویل: «په داسې حال کې چې موږ د یو نظارتي چوکاټ د جوړولو هڅه کوو، د ځان تنظیم [نظارت] په اړه فکر وکړئ.»

د جېن ایسټرلي تر څرګندونو یوه ورځ مخکې شاوخوا ۳۵۰ محققانو او د تکنالوژۍ د شرکتونو اجرایي مشرانو په یوې جملې کې د مصنوعي ځېرکتیا او ذکاوت د خطرونو په اړه خبرداری خپور کړ.

دوی د مصنوعي ځېرکتیا د خوندیتوب په ویپاڼې کې لیکلي دي: «د مصنوعي ځېرکتیا د خطر کمول باید د وبا او اتومي جګړې په څېر د نورو ټولنیزو خطرونو تر څنګ یو نړیوال لومړیتوب وي.»

د «OpenAI» شرکت اجرايي مشر، چې د «Chat GPT» تر شا دی، د مایکروسافټ د تکنالوژۍ مشر، د «Google’s AI» د تحقیقاتي لابراتوار اجرايي مشر او د تکنالوژۍ د برخې نورو مخکښو اشخاصو دا خبرداری تائید کړی دی.

تر دې مخکې د متحدو ایالتونو د حکومت نورو مقاماتو هم د مصنوعي ځېرکتیا له لوري د متوجه خطرونو په اړه خبرداری ورکړی و.

د امریکا د سایبري او تاسیساتو د ایجنسۍ مشره جین ایسټرلي
د امریکا د سایبري او تاسیساتو د ایجنسۍ مشره جین ایسټرلي

د امریکا د سایبري او تاسیساتو د امنیت د ایجنسۍ مشرې جېن ایسټرلي د همدغې میاشت په سر کې د «Vanderbilt» پوهنتون محصلانو ته په یوې غونډې کې ویلي وو: «مصنوعي ځېرکتیا به زموږ د عصر تر ټولو ځواکمنه وړتیا وي. زما په باور دا به زموږ د وخت یوه تر ټولو خطرناکه وسله هم وي. یو کس به دا تکنالوژي د ماښام میلمستیا د برابرولو لپاره کاروي او بل به د انټرنټي او یا تروریستي برید لپاره ترې کار اخلي.»

نوموړې مخکې هم خبرداری ورکړی و چې باید د مصنوعي ځېرکتیا او تولیداتو «ځېرک نظارت» رامنځ ته شي، ځکه د هغه په وینا د تکنالوژۍ شرکتونه بوخت دي چې ژر تر ژره د مصنوعي ځېرکتیا تولیدات مارکیټ ته وباسي او خوندیتوب ډېر پام نکوي.

هغې ویلي وو چې د امریکا د سایبري او تاسیساتو د امنیت ایجنسۍ د تکنالوژۍ له شرکتونو سره په دې اړه بحثونه کړي دي.

د روان کال د اپریل په میاشت کې د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت د منصوعي ځېرکتیا له لوري د پېښو خطرونو په وړاندې خپل ابتکار پیل کړ او ویلي وو چې باید په دې اړه ډېرې لارې چارې ولټول شي.

XS
SM
MD
LG