د لاس رسي وړ اتصالات

په کویټ کې یو روباټ د یوې رسنۍ نطاقه وټاکل شوه


کویټ نیوز د خپلې دغې مصنوعي خبریالې نوم "فضا" ايښی او ټاکل شوې ده چې ددې رسنۍ آنلاین خبرونه به وړاندې کوي.
کویټ نیوز د خپلې دغې مصنوعي خبریالې نوم "فضا" ايښی او ټاکل شوې ده چې ددې رسنۍ آنلاین خبرونه به وړاندې کوي.

په لومړي ځل په کویټ کې یوې رسنۍ داسې نطاقه په کار ګمارلې چې انسانه نده او د مصنوعي هوښ او ځېرکتیا په مرسته جوړه شوې ده.

کویټ نیوز د خپلې دغې مصنوعي خبریالې نوم "فضا" ايښی او ټاکل شوې ده چې ددې رسنۍ انلاین خبرونه به وړاندې کوي.

د لوڅ سر او ژیړو ویښتانو لرونکې دې مصنوعي نطاقې لومړنۍ د ۱۳ ثانیو یوه ویډیو د شنبې په ورځ ددغې رسنۍ د ټویټر پر پاڼه خپره شوه چې د خبریالانو په ګډون ګڼو خلکو ورته بیلابیل غبرګونونه وښودل.

کویټ نیوز د خلیج د لومړنۍ انګلیسي ژبې ورځپاڼې کویټ ټایمز سره تړلې رسنۍ ده. ددې دواړو رسنیو مرستیال مسول مدیر عبدالله بوفتین وايي چې له دې پروژې څخه یې هدف په رسنیو کې د نوښت رامنځته کولو دپاره د مصنوعي هوښ د ظرفیتونو ازمویل دي.

بوفتین وايي، ددې نطاقې ژیړ ویښتان او شنې سترګې د کویټ د نفوس تنوع ښيي چې ډیره برخه یې بهرنیان جوړوي.

په نړیواله کچه د مصنوعي هوښ (Artificial Intelligence) ګړندی پرمختګ سبب شوی چې دغه ټکنالوژي وکولای شي په مختلفو برخو کې د انسان په څېر کار وکړي او اسانتیاوې رامنځته کړي. خو په عین وخت کې یې دا اندېښې هم پارولي چې دا ټکنالوژي به په کاري چاپېریال کې د انسانانو ځای نیسي او د هغوی دندې به ختموي.

XS
SM
MD
LG