د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: له افغانستان څخه د پوځیانو د ایستلو دنده راسپارل شوې وه


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی وايي ورته دنده سپارل شوې وه چې له طالبانو سره د پوځیانو د وتلو په اړه مذاکره وکړي.

زلمي خلیلزاد د سی بي ایس شبکې له (FACE THE NATION) خپرونې سره د یوې ورږوستۍ مرکې په ترڅ کې په غیر مسقتیم ډول د دوحې تړون د "پوځیانو د وتلو موافقه" بللې ده.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې چې ده ته د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي وو چې د پوځیانو د وتلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې دپاره د ژمنو د اخېستلو په اړه له طالبانو سره مذاکرات پيل کړي. خلیلزاد وايي چې دا دوه کارونه سرته ورسېدل او د امریکا "اوږده جګړه پاي ته ورسېده".

د افغانستان د حکومت یو شمېر پخوانيو چارواکو او ځنو څارونکو تل ویل چې امریکا له طالبانو سره د سولې تړون نه بلکې د پوځیانو د وتلو سند لاسلیک کړی دی، اما د امریکا حکومت ټینګار کاوه چې د دوحې سند به سولې ته لاره هواره کړي. چارواکو ویل چې واشنګټن به خپله هره پرېکړه د شرایطو په اساس کوي.

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه، محمد اسحاق اتمر وايي چې امریکا ته خپلې ګټې مهمې وې ترڅو "خپل سرتیري وباسي او لدې جګړې نه ځان ګوښه کړي".

امریکا د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې له طالبانو سره یو سند لاسلیک کړ چې له مخې یې دواړو لوریو یو لړ ژمنې وکړې. د نورو تعهداتو سربېره طالبانو ژمنه وکړه چې د القاعدې په شمول له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې شلوي او هغوي ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

خو ښاغلی خلیلزاد وايي چې له القاعده سره د اړیکو په تړاو پر طالبانو باور نشي کیدای.

زلمی خلیلزاد زیاتوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ "بي اعتمادي شته ځکه نو ډېره مهمه ده چې د هغه څه په اړه چې دوي [طالبان] یې وايي او یا يي ژمنه کوي، باور پرې ونشي".

د افغانستان پخواني حکومت ویل چې په هېواد که له شلو نه زیاتې ترهګرې ډلې موجودې دي. د ځېنو څېړونکو په باور له القاعدې پرته نورې ترهګرې ډلې امریکا ته د ګواښ د پېښولو وړتیا نه لري.

اتمر پدې باور دی چې "امریکایان یوازې له القاعدې سره مشکل لري. امریکایان له داعش سره مشکل نه لري ځکه داعش د امریکا لپاره تهدید نشي پېښولی".

څه موده وړاندې د امریکا د پوځ لوي درستیز جنرال مارک میلي د کانګرس غړو ته ویلي وو چې طالبانو له القاعدې سره د اړیکو د پرې کولو پر ژمنې عمل ندی کړی.

د داعش په شمول د ګڼو ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم اندېښنه لري خو طالبان وايي چې دوي خطرونو ته متوجه دي او د مخنیوي لپاره یې تر خپلې وسې کوښښ کوي.

XS
SM
MD
LG