د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي له خلیلزاد سره د سولې بهیر په اړه خبرې کړي


زلمی خلیلزاد د افغانستان د اسلامي جهوریت له مذاکراتي پلاوي سره د لیدنې پرمهال
زلمی خلیلزاد د افغانستان د اسلامي جهوریت له مذاکراتي پلاوي سره د لیدنې پرمهال

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې مذاکراتي پلاوي مشر او غړو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې بهیر په اړه خبرې کړي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی وايي دواړو لورو په دوحه کې د لیدنې پرمهال د سولې پروسې د پرمختګ او د دې پروسې پر شته ستونزو خبرې وکړې.

د حکومت مذاکراتي پلاوي ویلي: "دواړو خواوو د ستونزو ژر تر ژره حل او د سولې پروسې ګړندي کولو پر سر ټینګار وکړ."

زلمي خلیلزاد په دغه کتنه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت، د افغان د سولې پروسې څخه د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

زلمي خلیلزاد درې ورځې مخکې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې توافق رامنځته کېدو په هدف قطر او د سیمې هیوادونو ته سفر پيل کړی دی.

تر دې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت یو پلاوی له طالب استازو سره په تهران کې په افغانستان کې د سیاسي هواري لپاره د هڅو پر متمرکز کېدو موافقه کړې وه.

د سولې جدي مذاکرات به ژر پیل شي

بلخوا د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي نن سې شنبه جولای ۱۳( چنګاښ ۲۲) په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال په نژدې وختونو کې له سره د سولې د جدي مذاکراتو پیلېدو خبر ورکړ.

حامد کرزي پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې سولې ته د رسېدو لپاره باید رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنکړي.

هغه پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د ولسوالیو په نیولو سره هیڅ لاس ته نه ورځي او ټینګار یې وکړ چې باید سولې ته غاړه کښېږدي.

XS
SM
MD
LG